تازه خبرونه
ملي شورا د اوړي 45 ورځنۍ رخصتي پیلوي
د ملي شورا د شپاړسمې دورې نهمه غونډه پای ته ورسېده او په پام کې ده چې د زمري له لومړۍ نیټې سره سم د اوړي پنځه څلویښت ورځنۍ رخصتي پیل کړي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال وایي، که حکومت د ملي دفاع وزیر او د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ نوماندان ولسي جرګې ته معرفي کړي؛ نو دوی به خپله رخصتي وځندوي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال – نذیر احمد احمدزی:
“د ملي یووالي حکومت مشران باید قانون رعایت کړي او ژر د ملي دفاع وزیر، لوی څارنوال، د اساسي قانون د څار کمیسیون غړي د باور رایې د ترلاسه کولو په موخه راولیږي. موږ خپله رخصتي ځندولای شو.“
ولسي جرګه د ټاکنیزو اصلاحاتو له کمیسیون غواړي چې خپل کارونه په معیار برابر کړي.
دولسي جرګې دویم مرستیال -نذیر احمد احمدزی:
“د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړ شو. هیله لرم چې دغه کمیسیون ملي کار وکړي؛ نه د یوه ګروپ لپاره او هغه قوانین چې اړتیا ورته لرو، تر رخصتي وروسته به تصویب شي.“
ولسي جرګې د شپاړسمې دورې په نهمه غونډه کې د ملي یووالي حکومت ۱۸ نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې؛ خو د ملي دفاع وزارت کاندید او د سترې محکمې یوې غړې ته یې رایې ورنکړې. ولسي جرګې په دې دوره کې ۸ قوانین تصویب کړل؛ خو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او د لوړو زدکړو قانون یې د نظر د اختلافاتو له کبله عدلیې وزارت ته د سمون لپاره ولیږه.
دا په داسی حال کې ده چې د قانون پر بنسټ د ولسي جرګې د کارموده د چنګاښ په میاشت کي پایته ورسیده؛ خو دولسمشر د یو فرمان په اساس د جرګې اوسني غړي کولای شي، تر ټاکنو خپل کار ته دوام ورکړي.
خبریال: عبدالعزیز کریمي