سیمه ییز خبرونه
ملي شورا د ټاكنو د ځنډولو واك لري
مشرانو جرګې په افغانستان كې ورځ تر بلې د نا امنيو زياتېدو له كبله د راروانو ولسمشريزو ټاكنو د ځنډېدو پر احتمال خبرې وكړې. مشرانو جرګه وايي، كه د ټاكنو كميسيون د ټاكنو د ځنډولو اړتيا ويني نو له امنيتي بنسټونو سره دې تفاهم ته ورسېږي.
مشرانو جرګه په دې باور ده چې ملي شورا د ټاكنو د ځنډولو واك لري.
روانو ناكراريو مشرانو جرګه اړ كړه، چې د را روانو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د ځنډ پر احتمال وغږېږي.
مشرانو جرګه وايي، چې له يوې مياشتې راهيسې امنيتي ستونزې مخ پرزياتېدو دي.
كه څه هم دوې اوونۍ مخكې امنيتي بنسټونو مشرانو جرګې ته د امنيت له اړخه ډاډ وركړ، خو یو شمېر سناتوران لکه صالح محمد پهلوان او شهناز غوثي په دې باور دي، چې ورځ تر بلې د نا امنيو پراخېدو د ټاكنو لپاره امنيتي شرايط سر له اوسه تر پوښتنې لاندې راوستي دي.
دوى په دې باور دي، چې كه لازمه وي نو د ټاكنو خپلواك كميسيون او امنيتي بنسټونه بايد د ټاكنو د ځنډولو لپاره تفاهم وكړي، خو زياتوي، چې د ټاكنو د ځنډولو وروستۍ پرېكړه به ملي شورا كوي.
د كورنيو چارو وزارت صدیق صدیقي بيا وايي، چې روانې نا امنۍ د اندېښنې وړ نه دي.
مشرانو جرګه لومړى دولتي بنسټ بلل كېږي، چې د نا امنيو له كبله د را روانو ټاكنو د ځنډولو احتمال مخې ته كوي.
له افغان ولسمشر حامد كرزي نيولې بيا د هغه تر لومړي مرستياله ټينګار كوي، چې را روانې ټاكنې به هرو مرو په خپل وخت كېږي.