تازه خبرونه

ملي شورا: روان کال به د افغانستان له پاره له ستونزو ډک وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 ملي شورا وايي چې روان ۱۳۹۵ لمريز کال به له ستونزو ډک کال وي له همدې امله دوی له ولسمشر او اجرایه رییس غواړي چې له ستونزو سره مقابلې ته چمتوالي ونیسي.

 ملي شورا وايي چې د قانون په ملاتړ او د طالبانو او داعش سره په مبارزه کې به د حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.

د ملي شوراغړي په حکومت غږ کوي چې روان کال به له کړاوونو او ستونزو ډک وي. دغه شورا حکومت غږ ته واييچې سر له اوسه له ستونزو سره جدی مبارزې ته ځان چمتو کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار وایی:”ولسمشر او اجرایه رييس دې متوجه وي چې روان کال به له ستونزوډک کال وي خو دا دموږ ټولو مسولیت دی.ولسی جرګه او مشرانو جرګه باید له نظام څخه ملاتړ وکړي هغه څه چې د قانونخلاف وي خپل غږ اوچت کړو او اجازه ورنه کړو چې نظام د دښمن لاس ته ورسېږی د طالب او داعش پر وړاندی مبارزه کوو.”

دوی وايي چې د افغانستان کړکېچ نړیوال او سیمه يیز اړخونه لري چې په وینا يې نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره صداقت نه لري.

د ولسي جرګې غړی امان الله پیمان وایی: “د امنیت په برخه کې موږ، نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه صداقت نه سره لرواو ښایي هېواد له سختو امنیتي ستونزو سره مخامخ شي باید چې ملت همکاري وکړي پرته له هغه به د سیمې او نړۍ له مرستې پرته موږ له راز راز ستونزو سره مخامخ شو.”

د ولسي جرګې غړی شېرولي وردګ وایی: “د خلکو غوښتنه داده چې حکومت پر خلکو اتکا وکړي او خلکو ته مراجعه وکړي او حکومت دېد خلکو په منځ کې ځای پیدا کړي پرته له هغه به خطرونه دوام ولري.”

 روان کال ته سر له اوسه خلک په داسې حال کې اندېښمن دي چې تېر کال هم د افغانانو له پاره تر ټولو خونړی بلل شوی و.

عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version