تازه خبرونه
ملي شورا: عدلي او قضایی ارګانونه دې د پغمان د پېښې په عاملینو د اعدام حکم صادر کړي
ملی شورا د هېواد سياسي او امنيتي حالت داندېښني وړ وباله. د ملي شورا د دواړو خونو رئيسانو د پغمان پېښه په کلکه وغندلهاو له عدلي او قضاي ارګانونويي وغوښتل، چي د پغمان د پېښی عاملينو ته دشريعي حكم سره سم په علني توګه د اعدام جزا صادره كړي.
ملي شورا د اوړي تر ۴۵ ورځنۍ رخصتۍ وروسته د يكشنبي په ورځ (د وږي ۱۶) په رسمي توګه په كار پېل وكړ.
ملي شورا د دواړو خونو رئيسان وايي، چي دوی تر رخصتی وروسته په داسی حال کی په کار پېل وکړ چی هېواد د سختو سياسي، اقتصادي او امنيتي حالاتو له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
دوی د پغمان د پېښي له امله د خواشيني په څرګندولو سره له عدلي او قضاي ارګانونو و غوښتل، چي په تېري كوونكو په عملي توګه د اعدام حكم صادر كړي.
څه باندي دوه اوونۍ مخکې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یو شمېر وسله والو د یوې کورنۍ غړي له موټره ښکته كړل او پر ښځو باندې یې جنسي تېری وکړ.
همداراز د مشرانو جرګي غړي نثار حارث او هدایت الله رهایي وايي، چي د ټاكنيزو ستونزو له امله هېواد له جدي بحران سره مخامخ دیاو خلك هېڅ د خوندي توب احساس نكوي.
دوی همداراز وايي، د هر ورځي په تېرېدو سره امنيتي او سياسي حالات كركېچن كېږي.
ولسي جرګه كي د غزني استازي پر غزني ورستی بريد په كلكه وغانده او د غزني امنیتی حالت یی د اندېښنې وړ وباله.
دوي وايي،چی که د غزني وضعیت ته پام ونشي ښای دغه ولايت له سقوط سره مخا مخ شي.
دا په داسی حال کی دی، چی تېره اوونۍ ۱۹ وسله والو د دوه چاودېدونكو ډك موټرو په وسيله د غزني به ولايت او امنيتي ادارو بريد وكړ، چي ډېر شمېر خلكو ته مالي او ځاني تاوان واړاوه.
په ولسی جرګه کی د غزني استازو په خبره د مالي او ځاني خساراتو تر څنګ د ملکي او امنیتی کسانو په ګډون په لسګونو کسان وژل شوي او درې سوه کسان ټپیان شوی دي.