تازه خبرونه

ملي شورا له جمهوري نظامه خپل ملاتړ څرګند کړ

Published

on

د افغانستان ملي شورا په یوه تصویب شوې اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دا شورا له جمهوري نظام، حکومتي ځواکونو، لاسته راوړنو او سولې خبرو اترو ملاتړ کوي.

د ملي شورا ولسي جرګې او مشرانو جرګې په یوه ګډه اعلامیه کې له امریکا، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو له سازمان وغوښتل، چې له افغانستان څخه خپل ملاتړ  او مالي مرستې روانې وساتي.

نن دوشنبه د زمري ۱۱ ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په ځانګړې غونډه کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون غوښتنه وکړه او د ملي شورا پرغړیو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي: مونږ ته اوږه راکړئ، چې ړڼه راتلونکې جوړه کړو، له خپلو ولسي اړیکو ګټه پورته کړئ؛ ځکه هر استازې د زرګونه خلکو استازیتوب کوي. په دې توګه به د طالبانو پر وړاندې ملي او ولسي یووالی رامنځته او دښمنان به له پرېکنده ځواب سره مخ شي.                     

د ولسي جرګې مشر ټینګار کوي، چې ملي شورا له امنیتي ځواکونو، ولسي پاڅون والو او د جمهوریت نظام ساتنه خپل ملي مسوولیت بولي.

د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني وایي: مونږ له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو او د ملي شورا غړي به یې تر څنګ ولاړ وي. دغه راز د اردو په چوکاټ کې له ولسي پاڅونونو ملاتړ به مونږ په سپیڅلې ژغورنه کې بریالي کړي.          

ملي شورا له جمهوري نظام او افغان ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره ګډه اعلامیه خپره کړه، چې په کې له نړیوالې ټولنې څخه پرمرستو ټینګار شوی دی.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي: ملي شورا د حکومت د درې ګونه ځواکونو څخه د یوه ځواک په توګه له نظام، امنیتي ځواکونو او سولې بهیره خپل ملاتړ اعلاموي. ملي شورا له جمهوریت، اساسي قانون، بیان آزادي، ښځو ونډه او وګړنیزو حقونو ملاتړ کوي او نه پرېږدي، چې د تېرو لسیزو لاسته راوړنې زیانمنې شي.                

د ملي شورا د ځانګړې ناستې په پای کې د ولسي جرګې ځینو غړیو د ولسمشر خبرو ته داسې غبرګون وښود.

په ولسي جرګه کې د فراه استازې بلقیس روشن وایي: نننۍ ناسته یوه تشریفاتي ناسته وه او هغه څرګندونې ، چې واورول شوې؛ عملي ندي. دغه ناسته پر بنسټیزو مسلو، چې د پاکستان جنګ او د ایران لاسوهنې دي؛ راونه څرخېده.                 

په ولسي جرګه کې د بلخ استازي ګل رحمان همدرد ویلي: د دسیسو پر وړاندې بحث یوه اړتیا ده، چې ترې یادونه وشوه. ملي یووالی کولی شي د هېوادنیو ستونزو پر وړاندې مونږ غوښتلي کړي.              

د ولسي جرګې د ځینو غړیو د څرګندونو له مخې، هېواد له سترې تاریخي آزموینې سره مخ دی او له روان کړکېچه د وتلو لپاره اړتیا ده، چې ټول بهیرونه یوه خوله وي.

Trending

Exit mobile version