تازه خبرونه

ملي وحدت حکومت دوه کلن شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

نن(د تلې ۸) د ملي وحدت حکومت دوه کلن شو. له فساد سره جدی مبارزه، روان وضعیت کې بدلون، ټاکنیز اصلاحات، د خلکو دستر خان کې بدلون او په بهرني سیاست کې د پام وړګامونه پورته کول د ملي وحدت حکومت د مشرانو سترې ژمنې وې؛ خو د دوه کلونو په تېریدو هم د دغو ژمنو ستره برخه له پلي کیدو پاتې شوې ده.

دواړه مشران په بېلابېلو برخو کې د نظر ژور اختلافات لري، چې همدغو اختلافاتو د دواړو مشرانو تر منځ څه موده وړاندې رسنیزې ناندرې راپورته کړې.

په دغه حکومت کې امنیتي حالات ډېر کړکېچن شول، اقتصادي ستونزې ډېرې شوې او ورسره سیاسي لانجو هم زور وموند.

داعش هم په همدې دوه کلونو کې سر راپورته کړ، په لویو لارو کې د سړي تښتونې پېښې ډېرې شوې او د مخالفینو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغی؛ خو په بهرني سیاست کې د پام وړ ټکی داو، چې له پاکستان سره تودې اړیکې سړې او حتا سرحدي شخړې او تلفات رامنځته او د سارک په ناسته کې د ملي وحدت حکومت نه ګډون پاکستان اړ کړ، چې دغه ناسته وځنډوي.   

Trending

Exit mobile version