تازه خبرونه

ملي پانګوال دې په روغتیایي ډګر کې پانګونه وکړي ـ ملا محمد یعقوب مجاهد

Published

on

د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب مجاهد د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال له ملي پانګوالو څخه پر روغتیایي بنسټونو د پانګونې غوښتنه کړې، چې هېوادوال نور د درملنې لپاره د ناروغانو بهر لېږدولو ته اړ نشي.

ملا محمد یعقوب مجاهد د اسلامي امارت هغه څېره ده، چې کلونه کلونه یې د امریکا پر ضد جګړه مدیریت کړې؛ خو هیڅکله رسنیو ته څرګند شوی ندی.

نوموړی، چې اوس د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د چارسمبالي په توګه ټاکل شوی؛ د سردار محمد داوود په پوځي روغتون کې د افغان – ساین د اورتوپیدي په درېیمه ناسته کې د رسنیو مخې ته څرګند شو او له افغان سوداګرو یې وغوښتل، چې په روغتیایي برخه کې پانګونه وکړي.

ملا محمد یعقوب مجاهد وایي: اوس باید هغو خلکو ته، چې ۴۰ کاله وکړېدل آسانتیاوې رامنځته شي.

په دې ناسته کې د روغتیا وزارت مرستیال هم له نړۍ وغوښتل، چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې روانې وساتي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال قلندر عباد وایي: زمونږ د طبابت په برخه کې به ژور بدلونونه رامنځته شي.

هغه زیاته کړې؛ نن هغه وخت راغلی، چې علمي او تخصصي کارونو ته پام راواړول شي.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز قومندان مولوي طاهر احرار له اسلامي امارته وغوښتل، چې د روغتیايي کارکوونکیو اړتیاوو ته پوره پاملرنه اړینه ده؛ ځکه، چې اوس دوی بېلابېلو مرستو ته اړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد روغتیايي سکتور هم د نورو سکتورونو په څېر له جدي ګواښونو سره مخ دی، چې ملي او نړیواله پاملرنه غواړي.

Trending

Exit mobile version