تازه خبرونه

ملي پخلاینې عالي شورا له طالبانو سره په خبرو کې د جګړې پای ته رسول غواړي – عبدالله

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۵, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا لومړۍ ناسته نن شنبه( د لیندۍ ۱۵) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او نورو سیاسي مشرانو په ګډون پیل او ولسمشر په ډاګه کړه؛ اوس مونږ د سولې خبرو داسې یو پړاو ته رسیدلي یو، چې دا بهیر باید پرمشورو تر سره شي.

دغه راز د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله ګډونوالو ته د وینا په بهیر کې څرګنده کړې، چې د سولې د راوستو لپاره نه یوازې نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا ده، بلکې د دغې شورا جرګه ګۍ به د پلاوي د هڅو پر بنسټ پرېکړه او رهبري کوي.

عبدالله عبدالله ویلي،  چې سوله یووالي، اتفاق، ګډون او عمل ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې سوله قربانیو ته اړتیا لري او مونږ له طالبانو سره په بشپړ ډول چمتو یو، چې پر موضوعاتو بحث او خبرې وکړو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، سوله باید د تېر د منلو معنا ونلري.

هغه ویلي، چې د افغانستان د خلکو لومړنۍ غوښتنه د تاوتریخوالي کمول او دایمي اوربند دی.

عبدالله وایي، له دې وروسته د دې شورا کار د کمیتو له لارې پیلیږي او د سولې په اړه به خبرې کوي. د افغانستان خلک د سولې غوښتنه کوي؛ جګړې، تاوتریخوالي او وینو تویدلو ته د پای ټکی ږدي. مونږ باید جګړه پای ته ورسوو او په هیواد کې یو نوی سوله ایز فصل پرانیزو. زه د سولې په لټه کې کومه شخصي اجندا نلرم. زما موخه او یوازنی اړتیا په افغانستان کې دایمي سوله ده.

 د هغه په ​​وینا ، څو میاشتې وړاندې د طالب بندیانو خوشې کول یو زړور ګام و او دا یې په ګوته کوي چې د افغانستان خلک د اړتیا په صورت کې قربانیو ته چمتو دي؛ خو هغه وویل، چې دواړه خواوې باید د تېرو لاسته راوړنو د ساتنې په اړه هوکړه وکړي او سیاسي جوړجاړی ولري.

عبدالله د امریکا، اروپایي اتحادیې، ناتو، اسلامي هېوادونو، آی او سي، سیمه ییزو هېوادونو او قطر څخه هم مننه وکړه، چې د سولې له بهیر ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله ویلي: که څه هم حکمتیار او رباني د یو لړ ولایلو له مخې ونشو کړای، چې په نننئ ناسته کې ګډون وکړي؛ خو هغو ژمنه کړې، چې په مشورو کې به برخه اخلي او له سولې ملاتړ کوي.  

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خبرې وکړې او څرګندوي: د افغانستان خلکو ډېر زیان لیدلی او اوس د دې وخت دی، چې هېواد ته سولې راشي. سوله هغه وخت ترلاسه کیږي، چې افغانان یووالي او اتفاق ولري. دا د افغانانو دنده ده، چې په افغانستان کې د وینو تویدلو مخه ونیسي.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم غونډې ته په وینا ویلي؛ سوله یو مسوولیت دی او افغانان د عزت سوله غواړي، ځکه په سوله کې د هېواد ملي حاکمیت ساتل کیږي.

هغه څرګنده کړې، چې د پخلاینې عالي شورا له روانو هڅو ملاتړ ته چمتو دی.

د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني ویلي، د سولې بهیر باید د دواړو ټاکنیزو ډلو له مشورو تېر او ووځي. سوله یو ملي بهیر دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د دغې ناستې نورو ګډونوالو هم خپل اندونه په ډاګه کړل او د باعزته سولې غوښتونکي شول.

Trending

Exit mobile version