تازه خبرونه

ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته د شپږ میلیون ډالرو مرستې وړاندیز وکړ

Published

on

رویټرز څرګنده کړې، چې ملګرو ملتونو د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت کارکوونکیو ته، چې چارسمبالی یې هم د ملګرو ملتونو او امریکا تر بندیز لاندې دی؛ د خپلو تاسیساتو د ساتنې لپاره د شاوخوا شپږ میلیون ډالرو د ورکولو وړاندیز کړی دی.

رویټرز خبر ورکړی، چې په دې اړه یې یو سند لیدلی او یوې باخبرې سرچینې هم دا خبره تائید کړې ده.

د سند له مخې؛ وړاندیز شوې پیسې به په راتلونکي کال کې د ملګرو ملتونو د تاسیساتو ساتونکيو ځواکونو ته د میاشتني معاش په توګه ورکړ شي. دغه راز د افغانستان له پخواني حکومت سره د شوې هوکړې له مخې به د اسلامي امارت ځواکونه به هم د میاشتني خوراک له امتیازه برخمن وي.

رویټرز څرګندوي؛ دغه پلان په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته د ناامنیو دوام، د امریکا له وتلو او د پخواني حکومت له نسکوریدو او همدا راز د مرستو د بسته بندۍ له کبله د اماراتو حکومت ته د بودیجې کمښت په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق د رویټرز پوښتنو ته د برښنالیک له لارې په ځواب کې لیکلي؛ ملګري ملتونه د فرمان ورکوونکي په توګه، دنده لري، چې د ملګرو ملتونو له کارکوونکیو څخه، چې په ناامنو سیمو کې کار کوي د کوربه هېوادونو وړتیاوې پیاوړې او د اړتیا په صورت کې یې لاسنیوی وکړي.

کارپوهانو ويلي، چې اسلامي امارت ته د پیسو ورکړه دا پوښتنه راپورته کوي، چې آیا پر اسلامي امارت او پر مشرانو یې د امریکا او ملګرو ملتونو بندیزونه تر پښو لاندې کیږي که نه؟ دغه راز دا پوښتنه هم راپورته کیږي، چې آیا ملګري ملتونه کولی شي د نورو موخو لپاره د پیسو په کارولو کې انحراف رامنځته  کړي او که نه؟

سرچینو رویټرز ته ویلي، چې سمه څارنه شتون نلري.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی او د اسلامي امارت مرستیال سراج الدین حقاني په هغو کسانو کې دی، چې د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا پرې بندیزونه لګول شوي دي.

دغه راز د امریکا فډرال پولیسو د هغه د نیولو لپاره، چې د حقاني شبکې مشري هم کوي؛ لس میلیون ډالر ټاکلي دي.

امریکا وايي، چې حقاني له القاعدې سره نږدې اړیکې لري؛ خو اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې حقاني شبکه د غربي استخباراتي ادارو لخوا د تفرقې د رامنځته کولو لپاره نومول شوې ده.

فرحان حق وایي، چې د یوناما بودیجه یا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال دفتر تر غور لاندې دی او یوناما د ملګرو ملتونو د بندیزونو له مقرراتو سره سم کار کوي.

د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي ویلي، پر اسلامي امارت او حقاني شبکې د امریکا له لوري بندیزونه لګول شوي او هغه کسان، چې د دوی ملاتړ کوي؛ د امریکا له بندیزونو سره مخ دي.

د امریکا د خزانې وزارت د ملګرو ملتونو د وړاندیز په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د هغه سند له مخې، چې رویټرز پرې راپور جوړ کړی؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰ ادارو لخوا په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د امنیت لپاره څلور میلیون ډالر چمتو شوړي دي.

له پخواني افغان حکومت سره هم یو تړون شوی و، چې له مخې یې ملګرو ملتونو د کورنیو چارو وزارت ته د خپلو تاسیساتو د ساتنې په بدل کې پیسې ورکولې.

د ۴ میلیون ډالرو یوه لویه برخه کلیوالي سیمو ته ځانګړې شوې وه، چې دا پیسې پخوا ورکول کېدې؛ خو اوس به په کابل کې هم ولګول شي.

په راپور کې د یوناما د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې نږدې ۲ میلیون نور ډالر به د ملګرو ملتونو له نورو ادارو ولګول شي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي، چې دا ډول مرستې به د اسلامي امارت د چارواکو له ګډون پرته په مستقیمه توګه ترلاسه کوونکیو ته ورکول کیږي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه اسلامي امارت په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version