تازه خبرونه

ملګرو ملتونو ا.ا.ا ته په عمومي اسمبله کې د څوکۍ ورکولو پرېکړه وځنډوله

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۰)

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پرېکړه کړې، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان څوکۍ دې د اوس لپاره د افغانستان اسلامي امارت نوي حکومت ته نه ورکول کېږي.

د اسلامي امارت لخوا ملګرو ملتونو ته ورپېژندل شوي سهیل شاهین څرګنده کړې؛ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې تېره ورځ پرېکړه کړې، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د افغانستان نوي حکومت ته نه ورکول کېږي.

سهیل شاهین زیاته کړې: د م.م دا پرېکړه  پر اصولو او انصاف بنا نده؛ ځکه، چې له افغان ولس څخه یې مشروع حق اخیستی. مونږ هیله من یوو، چي دا حق د افغانستان د حکومت استازي ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړې؛ له دې سره به د افغانستان د ولس ستونزې حل او نړیوال مثبت تعامل رامنځته شي.

د چارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو یوې کمېټې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او میانمار استازیتوب وځنډاوه.

د افغانستان اسلامي امارت او د میانمار جنټا حکومت په روان کال کې له حکومتونو له سقوط وروسته خپل نوي استازي ملګرو ملتونو ته وروپېژندل؛ خو غړیتوب یې دا دی وځنډول شو.

په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت او د میانمار جنټا منل به د نړیوالې پیژندنې پر لوري یو ګام وي، چې دواړه حکومتونه یې غوښتنه لري.

د ملګرو ملتونو د باورلیک ۹ کسیزې کمېټې، چې روسیه، چین او امریکا یې بنسټیز غړي دي؛ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې غونډه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د نننۍ غونډې لپاره د ټولو ۱۹۳ غړیو باورلیکونه وڅېړي.

يو شمېر ډيپلوماتانو رويټرز ته ويلي، چې ښايي کمېټه د افغانستان او ميانمار د استازولۍ په اړه خپلې پرېکړې د دې تفاهم له مخې وځنډوي؛ ځکه، چې د دواړو هېوادونو اوسني سفيران پر دغو څوکيو پاتې کېږي.

په داسې حال کې، چې په ملګرو ملتونو کې د دې کمېټې مشرې د سویډن سفیرې انا کارین اینسټروم خبریالانو ته ویلي، چې پرېکړې ځنډول شوې؛ خو هغې پدې اړه، چې آیا د افغانستان لپاره د پخواني ولسمشر اشرف غني لخوا ټاکل شوی سفیر به د استازي په توګه پاتې وي؛ له څه ویلو ډډه وکړه.

Trending

Exit mobile version