تازه خبرونه
ملګرو ملتونو حکومت او طالبانو ته د سولې د لارې نخچه سپارلې
د ملي پخلاینې عالي شورا ویلي؛ ملګرو ملتونو حکومتي او طالب خبرو کوونکیو ډلو ته د سولې لیک سپارلی، چې په کې د افغانستان لپاره د انتقالي حکومت، اوربند، ټاکنو او لاسته راوړنو د خوندیتوب یادونه شوې ده.
ملګرو ملتونو د استانبول غونډې د رانږدې کېدو په درشل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي افغان حکومت او طالبانو ته د سولې لیک سپارلی دی.
د مصالحې عالي شوری وايي، چې په دې لیک کې پر اوربند، ټولګډونه او انتقالي حکومتونو، د ټاکنو تر سره کېدو، د تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب، د ښځو حقونو، د لږکیو حقوقو او بیان آزادیو ټينګار شوی دی.
حکومت او طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي؛ خو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دوحه او کابل کې له طالبانو او سیاستوالو سره لیدنې کتنې کړې دي.
د ملي پخلاتینې عالي شوری سلا کاره لیلما احمدي وايي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استاې افغان لوري ته د استانبول د غونډې په اړه د دې سازمان دریځ روښانه کړی دی.
کارپوهانو ویلي، چې د استانبول په غونډه کې به یوازې د ملګرو ملتونو او امریکا پر طرحه اساسي خبرې کیږي او داخلي طرحې به څنډې ته شي.
د حزب اسلامي د شوری ګانو د یووالي مشر محمد امین وقاد ویلي: دا ناسته د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره اړینه ده. ټول اړخونه باید د استانبول غونډې ته یوه واحده طرحه ولري که نه د بهرنیو طرحو پلي کېدو ته به زمینه برابره شي.
د ملي پخلاینې عالی شوری د طرحې جوړونې پېنځلس کسیزې کمېټې په څلورمه غونډه کې پر انتقالي حکومت هم خبرې کړي؛ خو هوکړې ته رسیدلي ندي.
د ملاي پخلاینې عالی شورا ویاند فریدون خوځون وایي: بحثونه ښه پرمخ روان دي او ډېر لږ څه پاتې دي او هیله من یو، چې پر هغې هم هوکړه وشي.
دې شورا د سیاستوالو شاوخوا دېرش طرحې چاڼ کړي او دیارلس ګډ موارد یې ترې جوړ کړي، چې پر اته مواردو یې هوکړه کړې او پر پاتې نورو خبرې کوي.