تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانانو د ملي شتمنیو د کنګل کېدو له مرګونو پایلو خبرداری ورکړ

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کول د دې خلکو لپاره وژونکې پایلې لري او امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي.

ملګرو ملتونو دا ځل د افغانستان په اړه یو ټکان ورکوونکی خبرداری ورکړ او څرګندوي، چې د امریکا لخوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو کنګل پاتې کیدل به د میلیونو افغانانو لپاره وژونکي پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره د افغانستان د کنګل شویو شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې د پېنځه میلیارډ ډالرو د بشري مرستو پروګرام تمویل کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرش وایي: مونږ باید نور ډېر کار وکړو؛ د افغانستان اقتصاد ته ژر تر ژره ډېرې پيسې وردننه او د اقتصادي سقوط مخه ونیسو، چې د ملیونونو خلکو د فقر، لوږې او قحطي لامل کیږي.

په ورته وخت کې د بريټانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون د بريټانيا پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې له «ژمي او لوږې» سره د مبارزې لپاره دې يوه ځانګړې غونډه جوړه کړي.

د ګورډن براون د وړاندیز له مخې؛ بریټانیا باید له اروپايي ټولنې سره په ګډه د یوې غونډې کوربه وي، چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ په برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړي.

هغه ویلي؛ دا یوه لویه تېروتنه، چې د افغانستان بېوزله خلک هیر کړو.

اقتصادي تحلیلګر تاج محمد تلاش وایي؛ ملګري ملتونه دې د کنګل شویو پیسو د آزادولو او پرته له ځنډه د بشري مرستو رارسولو ه اړه خپلې هڅې چټکې کړي.  

اسلامي امارت د افغانستان د پانکې د خلاصون په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د غوښتنې د هرکلي ترڅنګ، د افغانستان د کنګل شويو پيسو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه وکړه.

له بلې خوا اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې د نورو مرستو او د افغانستان د بندو شتمنیو د خلاصون غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي؛ مونږ نه یوازې د افغانستان د پیسو د آزادېدو غوښتونکي یوو، بلکې ملګلري ملتونه دې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په اړه خپل رسالت هم ترسره کړي.

له دې ټولو غوښتنو سره سره تر اوسه امریکا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادولو لپاره عملي ګام نه دی پورته کړی.

امریکا د افغانستان نهه اعشاریه شپږ میلیارډ ډالر پانګه کنګل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانانو لپاره نږدې پېنځه میلیون ډالره مرسته له نړیوالو نه یوازې غوښتې، بلکې برابره کړې یې هم ده.

Trending

Exit mobile version