تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان د سولې منځګړیتوب ته چمتووالی څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۳۹۹)

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې منځګړیتوب کې چمتووالی لري.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دیوجریک ، د جمعې د ورځې په ورځنیو ناستو کې ویلي؛ ملګري ملتونه چمتو دي، چې له ګوندونو سره د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کیږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن افغان مشرانو ته په یوه لیک کې په ډاګه کړې، چې د ملګرو ملتونو لخوا به د انقرې ناسته د ترکیې پر کوربتوب تر سره او پر افغان سولې بهیر به خبرې وشي.

دغه راز تېره ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووس ویلي؛ ترکیه چمتو ده، چې د اپریل په میاشت کې د افغان سولې کنفرانس کوربتوب وکړي.

سټیفن دیوجریک څرګنده کړې: د ملګرو ملتونو عمومي منشي او نور له امریکایانو، روسانو، قطر، ترکانو او نورو ګوندونو سره اړیکې لري.

نوموړي ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې له غوښتنې سره سمه مرسته وکړو.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن ډیوجریک ویلي؛. زمونږ رول د افغانستان د خلکو ملاتړ او د ښکېلو خواوو هوکړه ده. په افغانستان کې د سولې د پرمختګ لپاره په ملګرو ملتونو کې دهمغږۍ ښه ځواک لري.

دغه راز روسیه هم پلان لري، چې د مارچ پر ۱۸ په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره اوونۍ ویلي، چې روسیې، امریکا، چین، پاکستان، د افغانستان د حکومت او طالبانو استازیو او افغان سیاسي شخصیتونه مسکو ته د مشورې لپاره رابللي.

کابلوف څرګنده کړه، چې ټولو ګډونوالو د سولې په ناسته کې د ګډون پخلی کړی دی.

د کنفرانس په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لاوروف څرګنده کړې: مونږ هیله لرو، چې ژر تر ژره د افغانستان روانه تراژیدي پای ته ورسیږي.

دغه راز د امریکا دفاع وزارت هم د دوحې هوکړې د څېړنې ِوښتونکی دی.

د دوحې د هوکړې له مخې؛ بهرني ځواکونه باید د می تر میشتې له افغانستان څخه ووځي؛ په ښکاره تر دې دمه یاد وزارت د ږتلو لپاره هیڅ راز پرېکړه نده کړې.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي؛ مونږ تر دې دمه د ځواکونو د ایستو په اړه کومه پرېکړه نده کړې؛ مونو ټاکلي وخت ته هم پاملرنه لرو؛ غواړو ډیپلوماسۍ ته د بریالیتوب لپاره هم وخت ورکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د افغانستان ښکېلو لوریو ته د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو وړاندیز کړی، چې په اړه یې خبرې او بحثونه روان ساتل شوي دي.  

Trending

Exit mobile version