تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان د غنمو د حاصلاتو د کمېدو د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

یادې ادارې ویلي، دا مرسته به شاوخوا ۶۰۰ زره بزګرو کورنیو ته زمینه برابره کړې، چې د ژمنیو غنمو د کر موسم له پیلېدو مخکې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ترلاسه کړي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(اف‌ای‌او) خبرداری ورکړی، چې د کیمیاوي سرو د بیو لوړېدو د افغانستان د ۲۰۲۷ز.کال د غنمو حاصلات له ګواښ سره مخ کړي دي. دې ادارې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د ۳۸.۳ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

یادې ادارې ویلي، دا مرسته به شاوخوا ۶۰۰ زره بزګرو کورنیو ته زمینه برابره کړې، چې د ژمنیو غنمو د کر موسم له پیلېدو مخکې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ترلاسه کړي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۶ز.کال کې د منځني ختیځ له کړکېچ وروسته د کیمیاوي سرو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي. که څه هم سره په بازار کې شته؛ خو ډېر بزګران یې د پېرلو وس نه‌لري.

په افغانستان کې د اف‌ای‌او استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي، بزګران له یوه وچکالۍ ځپلي کال وروسته د ښه کرنیز فصل فرصت لري؛ خو د سرو د بیو لوړېدا دا فرصت له ډېرو بزګرانو اخیستی دی.

هغه ټینګار کړی، چې ستونزه د سرو کمښت نه، بلکې لوړې بیې دي.

اف‌ای‌او خبرداری ورکړی، که بزګران ونه‌شي کولی کافي سره وپېري؛ د غنمو حاصلات به کم شي، د کورنیو د خوړو خوندیتوب به زیانمن شي او پورونه به یې زیات شي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، زیانمنې کورنۍ، د ښځو پر مشرۍ کورنۍ او بېرته راستانه شوي کډوال به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.

اف‌ای‌او ویلي، د برښنايي نوم‌لیکنې او کوپون د سیسټم له لارې به بزګرانو ته کیمیاوي سره او د غنمو اصلاح شوي تخمونه په سبسایډۍ ورکړي. تر اوسه له ۱۰۰زره څخه ډېرو بزګرانو په دې پروګرام کې نوم‌لیکنه کړې ده.

دې ادارې ټینګار کړی، که اړینه بودجه د سپټمبر تر نیمايي برابره شي؛ بزګران به وکولی شي د کر موسم له پیلېدا مخکې اړین تخمونه او سره ترلاسه کړي او د راتلونکي کال د غنمو د حاصلاتو له کمېدو مخنیوی وشي.

اف‌ای‌او زیاته کړې، چې د اصلاح شویو تخمونو، کافي کیمیاوي سرو او مناسبو کرنیزو لارو چارو ګډه کارونه کولی شي د غنمو حاصلات تر ۳۲.۸ سلنه پورې لوړ کړي.

Trending

Exit mobile version