تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په اړه خپل څلورم کلنی راپور خپور کړ

Published

on

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو دوام مهم بولي او څرګندوي؛ که څه هم د افغانستان اوسني واکمن له دوه نیم کلن واک وروسته په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې مدیریتي بشپړتیا ترلاسه کړې؛ خو د نشهیي توکو د بندولو د پلي کېدا په ګډون د مهمو مسلو په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخ دي.

په دې درې میاشتني راپور کې انټونیو ګوترش د ملګرو ملتونو فعالیتونو او د افغانستان اقتصادي، امنیتي او بشري وضعیت ته کتنه کړې ده.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو دوام مهم وباله او د روزا اوتونبایوا او د هغې د ټیم له کاري بهیر څخه یې خوښي څرګنده کړه.

انتونیو ګوترش په دغه راپور کې څرګنده کړې؛ که څه هم د افغانستان اوسني واکمن له دوه نیم کلن واک وروسته په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې اداري یووالي ته رسېدلي، خو د نشه یي توکو د مخنیوي په ګډون په مهمو مسایلو کې له پراخېدونکي داخلي اختلافاتو سره مخ دي.

انټونیو ګوتریش زیاته کړې، چې تر اوسه د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې کوم پرمختګ نهدی شوی.

واکمن چارواکي په ملي کچه خلکو ته د معلوماتو ورکولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي؛ خو په ادارو او د تصمیم نیولو په بهیر کې د پراخ ګډون په برخه کې هیڅ پرمختګ نهدی شوی. د عامه ژوند په ټولو برخو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کیږي.

د دغه راپور له مخې، د هېواد نږدې نیمايي نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ښځې او ماشومان له دغه وضعیت څخه ډېر اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا له زدهکړو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومیت د ژورې اندېښنې وړ بللی او زیاتوي، چې دا بندیزونه اوس هم پر ځای دي؛ نو د نوي ښوونیز کال پیل به د افغان نجونو او نړۍ لپاره یوه غمجنه ورځ وي. هغه یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم نن د افغانستان په اړه غونډه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا به د افغانستان د وروستیو درې میاشتو د وضعیت په اړه امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د دې ټولنې د پلاوي د ماموریت په اړه غونډه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې د ملګرو ملتونو راپور د دې ټولنې پخوانۍ څرګندونې تکراروي.

که څه هم د اسلامي امارت ویاند د امنیت شورا د غونډې په اړه څه نه وايي؛ خو له دې مخکې یې په افغانستان کې د یوناما ماموریت ناکام بللی او د افغانستان لپاره یې د ځانګړي استازي ټاکل غیر ضروري ګڼلي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکو ارزونو پر بنسټ د افغانستان د مسئلې د حل لپاره غونډه کوي، چې د دې شورا په تېره غونډه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره د دې ټولنې د ځانګړي استازي په توګه ونه‌ټاکل شو.

Trending

Exit mobile version