تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړی ترکی همغږي کوونکی وټاکه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د ترکیې پخوانی سفیر فریدون سینیرلي اوغلو په افغانستان کې د خپل ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکلی، چې په دې کې له اسلامي امارت سره د چلند خپلواکه ارزونه وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي تېره ورځ په ډاګه کړې، چې د سینیرلی اوغلو ټاکنه د دې ټولنې د امنیت شورا د ۲۶۷۹ نمبر پرېکړه لیک پر بنسټ تر سره شوې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له سینیرلي اوغلو څخه غوښتي، چې د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې مشري وکړي او د افغانستان پر وړاندې د موجودو ننګونو د حل لپاره د یوې همغږې او واحدې تګلارې په اړه وړاندیزونه وړاندې کړي.

نوموړی په داسې حال کې ټاکل کیږي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راپدیخوا، چې اسلامي امارت یو ځل بیا په کابل کې واکمن شو؛ دا هېواد له سختو کړکېچونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک ويلي: د ملګرو ملتونو عمومي منشي فریدون سینیرلي په افغانستان کې د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکلی دی. له هغه څخه غوښتل شوي، چې په افغانستان کې شته ننګونې کنټرول کړي؛ ځکه مونږ پوهیږو، چې دغه ترکي دیپلومات پخوا په افغانستان کې و او ښه تجربه لري او کولی شي د افغانستان وضعیت ښه درک کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیتس، چې ایران ته پر سفر تللی؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو په اړه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو او فعالیتونو حق ته باید درناوی وشي.

د ګریفیتس د څرګندونو له مخې؛ مرسندويه هېوادونه باید له افغانستان سره د ۴،۶ میلیارد دالر مرسته وکړې، چې په نړۍ کې د بشري مرستو تر ټولو لویه اندازه ده. د افغانستان غیر معمولي شرایطو ته په پام سره، دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې په دغه هېواد کې ۱۶ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ګریفیتس زیاته کړې: کله، چې بشري ناورین رامنځته شي؛ ښځې او ماشومان په هره ټولنه کې تر ټولو زیانمنونکي دي. طالبان ( اسلامي امارت) باید خپل مسوولیتونه ادا کړي او هغه هېوادونه، چې ژمنې یې کړي باید خپلې ژمنې پوره کړي او په دې برخه کې مرسته وکړي. د افغانستان خلک پخپله په دې برخه کې مسوولیت لري، چې د بهرنیو مرستو له انحصار پرته د خپل هېواد د چلولو لپاره یو څه وکړي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوي همغږي کوونکي د ټاکلو په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ملګرو ملتونو نوی همغږي کوونکي ته به د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د ښو اړیکو او همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې یو ستونزمن ماموریت وي.

دغه ترکي ديپلومات په نړيوالو چارو او ديپلوماسۍ کې څلور لسيزې تجربه لري او په دې موده کې يې په سياسي، بشري، پرمختيايي او بشري حقونو پر مسايلو کار کړی دی. نوموړی له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازی و.

Trending

Exit mobile version