تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره یو اعشاریه پېنځه میلیارډ ډالر مرسته راټوله کړې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۵, ۱۴۰۰)

 د ملګرو ملتونو ټولنې ويلي، چې د دې بنسټ د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د وړاندویېنې له مخې؛ روان ژمی به خلک له کړاوونو سره مخ کړي.

په افغانستان کې بېوسي او بېوزلي ورځ تر بلې مخ پر دېرېدو ده او مرستندویه بنسټونه هم په پر له پس توګه د انساني ناورین له رامنځته کېدو خبرداری ورکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا “اوچا” ويلي، مرستندویه بنسټونو په دوه زره یوویشتم کال کې له افغانستان سره د یو اعشاریه پېنځه میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې وه.

دې ټولنې ټینګار کړی، چې د دې سازمان ملګرو، افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره خپلې ژمنې او سیالۍ ګړندۍ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، چې د دې ټولنې ملګرو، افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره خپلې ژمنې ډېرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټيفن دوجاریک ویلي؛ د ملګرو ملتونو مرستندویه ملګرو په ډسمبر میاشت کې د افغانستان له اووه میلیون کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او له دې سره هممهاله د افغانستان بېلابېلو سیمو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستو لړۍ روانه ساتل شوې او تمویل کوونکیو هم په روان کال کې یو اعشاریه پېنځه میلیارډ ډالر مرستې برابرې کړي دي.

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د دې هېواد په مسئله کې ښکېلو مرستندویه بنسټونو د انساني ناورین له رامنځته کېدو خبرداری ورکړی.

د تېر حکومت له پرځېدو سره سم د وزګارتیا کچه په هېواد کې لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دو جاریک وايي، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې د واورې او باران ورېدو د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ترمنځ الوتنې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

نوموړی وایي: د ملګرو ملتونو مرستندویه ملګرو په ډسمبر میاشت کې د افغانستان له اووه میلیون کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې؛ خو دا مرستې بسنه نکوي او د افغانستان له نیمايي ډېر خلک خواړو ته اړتیا لري.

په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هغه پرمختیايي مرستې هم، چې د افغانستان اقتصاد ورباندې ولاړ و؛ درېدلي دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، چې د هېواد سویل ته یې سفر کړی وايي، په دې سیمو کې خلک ډېرو بشري مرستو ته اړ دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي؛ بهرنۍ انجوګانې، نړیوالې موسسې او د ملګرو ملتونو ټولنې دفتر باید دلته عملي هڅې پیل کړي، چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

امریکا د افغانستان بانک شاوخوا لس میلیارد ډالر پانګه کنګل کړې او ځانګړې مرستې یې هم درولي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو ويلي؛ د افغانستان خلک بشري مرستو ته اړتیا لري؛ خو امریکا د افغانانو له شتمنۍ د فشار راوړلو د وسیلې په توګه کار اخلي.

Trending

Exit mobile version