تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه له اسلامي پراختیايي بانک سره درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له اسلامي پراختیايي بانک سره درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د دې ټولنې د خبرپاڼې پر بنسټ؛ دغه هوکړه ليکونه په افغانستان کې پوهنې ته د لاسرسي، روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او د ژوند د اسانتياو د برابرولو لپاره لاسليک شوي دي.
د دغو هوکړو پر بنسټ به په افغانستان کې ۱۶ ښوونځي او ۸ روغتیايي مرکزونه جوړ شي.
د دغو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د کډوالو چارو لوړپوړي سلاکار او د خلیج د همکارۍ شورا استازي خالد خلیفه ویلي: په افغانستان کې لسیزو جګړو د خلکو د ژوند پر ټولو اړخونو ناوړه اغېز کړی دی. د افغانستان له دوه پر درېیمې برخې څخه ډېر وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د سعودي عربستان د پراختیایي صندوق له دې سخاوتمندانه مرستې سره UNHCR به وکولی شي په څو مهمو سکتورونو کې د روغتیا، تعلیم او معیشت په ګډون حیاتي خدمتونه وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.