تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغانستان په حالاتو اندېښنه ښودلې
ملګرو ملتونو په افغانستان کې په امنیتي وضعیت او سخت دریځو ډلو په فعالیت اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې نه بايد د افغانستان دغه نازک حالات له پامه وغورځول شي او د حل له لاره یې باید مټې بډ وهل شي. په کور د ننه هم افغان حکومت وايي چې له سخت دریځو سره د مبارزې له پاره په تیاریو بوخت دي.
په افغانستان کې د امنیتي حالاتو د خرابېدو او سخت دریځو ډلو د بریدونو له زیاتېدو سره په یوه وخت ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان حالات د اندېښنې وړ ګڼلي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپله تازه اعلامیه کې ویلي چې د وروستیو بریدونو عاملین باید د عدالت مېز ته کېنول شي. په اعلامیه کې راغلي چې ترهګریز فعالیتونه به هغه مسیر ته ګواښ پېښ نه کړي چې افغانانو د سولې له پاره پرې مزل پیل کړی دی.
ملګري ملتونه د هغه ګواښ په هکله اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو، القاعدې، داعش او نورو نامسولو وسله والو ډلو له خوا افغانانو، امنیتي ځواکونو او د نړیوالې ټولنې حضور ته پېښ دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هېوادونه ټينګار کوي چې د دغو ډلو مالي ملاتړي او په خپله عاملان یې د عدالت مېز ته کېنول شي او هېوادونه په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په همدې وخت کې د اجرايي رییس دویم مرستیال محمد محقق وايي: “ښايي په را روان پسرلي کې جګړه توده او ترهګریز بریدونه به زور واخلي چې له نېکه مرغه دولت هر ډول بريدونو ته تياری لري. “
د کورنیو چارو وزارت مسولین هم د افغانستان د امنیتي حالاتو په هکله د ملګرو ملتونو د امینت شورا اندېښنه په ځای بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره له افغانستان سره همکاري زیاته کړي.
د کورنيو چارو د وزارت د وياند مرستيال نجیب دانش وايي:
“څه چې د ملګرو ملتونو شورای خپاره کړي دي سم دي، خو بيا هم موږ اړتيا لرو چې د ترورېستي ډلو په وړاندې نړيواله ملاتړ ولرو او له تروريستي ډلو سره د مبارزې هوډ لرو.”
افغانستان د روان کال درې فصلونه په سخته جګړه کې تېر کړل او اوس چې ژمی دی داسې نښې نښانې نشته چې وویل شي جګړه به په دغه فصل کې سړه شي.