روغتيا

ملګرو ملتونو د افغانستان ۲۶۰۰۰ روغتیایي کارمندانو ته معاشونه ورکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام  د جمعې پر ورځ په ډاګه کړې، چې دې ټولنې د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو راپدیخوا د لږ تر لږه ۲۶ زره روغتیايي کارکوونکیو معاشونه ورکړي دي.

یادې ټولنې زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر پوښښ ۳۰۰۰ روغتیايي مرکزونه دي، چې همدا شمېر روغتیايي کارکوونکي لري.

د یو ان ډي پي د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د دوی د ماموریت د اړین پړاو موخه داده، چې د دې هېواد نرینه او ښځینه لوړو روغتیایي څارنو ته لاسری ولري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د تېر کال له اګست میاشتې راپدیخوا یې پر کرونا ویروس له ۱۲۰۰۰ اخته کسانو سره یې مرسته کړې دي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان د روغتیایي سکټور پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او د دې سکټور د مالي تمویل غوښتونکي شوي وه.

Trending

Exit mobile version