تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغان دولت د مشر په توګه د اشرف غني نوم لرې کړ
(Last Updated On: کب ۳, ۱۴۰۰)
ملګرو ملتونو د دولتونو د مشرانو له نوملړه د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني نوم لرې کړ.
د ملګرو ملتونو د رسمي اوبپاڼې په خپور شوي نوملړ کې د افغانستان د لومړۍ میرمنې په توګه د اشرف غني د میرمنې رولا غني نوم هم لرې شوی دی.
د ملګرو ملتونو د نړۍ د دولتونو لپاره دغه مقام د “افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر” پخپل حال پاتې دی او یوازې نومونه لرې شوي دي.
دغه راز د بهرنیو چارو د وزیرانو په نوملړ کې حنیف اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له دې نوملړه ایستل شوی؛ خو نصیر احمد فایق اوس هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د ځینو اړوند غوښتنو له مخې په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي په توګه د اسلامي امارت استازی سهیل شاهین تر دې دمه ندی منلی.