تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د سولې لپاره د ملکي وګړيو پر خوندیتوب او اورکم ټینګار څرګند کړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د ملکي وګړیو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوه برابره او د راتلونکیو خپلمنځي خبرو اترو لپاره ملکي خلک خوندي او تاوتریخوالی راکم کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفترد تاوتریخوالي د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې او څرګندوي، چې نه یوازې د مدني ټولنو غړي، بلکې مذهبي مشران، روغتیايي کارکوونکي، د عدلي او قضايي ادارو غړي، ناحکومتي سازمانونو(انجوګانو) عامو وګړیو او ژورنالیستانو پرضد هم قصدي بریدونه شوي، چې د منلو ندي.
دغه راز ملګري ملتونه له چارواکو غواړي، چې د بریدونو ترسره کونکي ځواب ویلو ته راکاږي او د مدني ټولنې له غوړیدونکي سکټور څخه خپل ملاتړ روان وساتي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرالینز ویلي: افغانانو ډیر کار تر سره کړ او یولړ زړورې پرېکړې یې کړي، چې د خپلمنځي خبرو اترو دې بیساري پړاو ته ورسیدل. زه ښکېلې خواوې هڅوم، چې دملکیانو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د بېړنیو او کلکو ګامونو په پورته کولو سولې ته خپله ژمنتیا په ډاګه کړي.
— UNAMA News (@UNAMAnews) July 2, 2020
لاینز، چې د یوناما مشره څرګندوي: دلته یو شمېر شرغوښتونکي شته او نه غواړي، چې جګړه پای ته ورسیږي. مهمه نده، چې دوی د سولې بهیر د خنثی کولو لپاره کوم تاکتیک کاروي؛ خو دوی ته باید اجازه ورنکړ شي، چې بریالي شي.
دغه بنست په ډاګه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې لومړنۍ موندنې ښيي، چې د ملکیانو په وړاندې د قصدي بریدونو له کبله څه باندې ۸۰۰ ملکیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې او د څه نا څه نیمايي ملکي زیانونو(مرګ و ژوبلې) مسوولیت طالبانو ته راجع کوي.
همدارنګه یوناما په ځانګړي توګه سږکال د دیني مشرانو د وژنې ۱۸ پېښې تائیدي(شپږ په جون کې)؛ د روغتیا پالو ۱۳ پېښې تائید شوي(دوه په جون کې)؛ د قضایي کارکوونکیو۱۱ پېښې تائید شوي(درې په جون کې)؛ د مدني ټولنې د فڅاندو شپږ پېښې تائید شوي؛ د نادولتي موسسو پېنځه پېښې تائید شوي(یوه په جون کې) او همدارنګه د ژورنالیستانو درې پېښې تائید شوې دي.
یاد بنسټ تائیدوي، چې په کابل کې د جون پر ۲۲ پر موټرسایکل سپرو وسلوالو پر یوه موټر ډزې وکړې او د بګرام د توقیف خونې د یوه څارنوال په ګډون یې پېنځه سپرلۍ ووژلې او همدارنګه په پلازمېنه کابل کې د جون پر ۲۷ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یوه کارکوونکې او موټر چلوونکی یې د ځای پر ځای شويو چاودیدونکیو توکو د چاودنې له کبله ووژل شول، چې د کار پر لوري روان ول.
ملګري ملتونه یوځل بیا ټینګار کوي؛ هغه بریدونه، چې په قصدي توګه د افغانستان ملکي وګړي په نښه کوي د نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده، چې ممکن جنګي جرمونو وبلل شي.
یوناما په ملکي سیمو کې د ځمکنیو نښتو پرمهال ملکي وګړیو ته د نامستقیمو ډزو له کبله دوامداره زیانونو اوښتلو ته هم پام راګرزولی او څرګندوي، چې د ۲۰۲۰ کال په دوه یمه ربع کې د ملکي تلفاتو شاوخوا ۲۵ سلنه جوړوي.
د یوناما لومړنۍ موندنې ښیي، چې د جون پر ۲۹ د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې لسګونه ملکي ځاني زیانونه د طالبانو د ډزو په ځواب کې د ملي اردو لخوا د توغول شويو هاوانونو په پایله کې هغه مهال رامنځته شول، چې هاوانونه له ټاکل شوي هدف لیرې په یوه ګڼه ګوڼه لرونکي مال بازار ولګیدل.
سربېره پردې، په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د ځای پرځای شویو چاودیدونکیو توکو د کارولو له کبله د ملکي تلفاتو په برخه کې زیاتوالی راغلی؛ د کوچني اختر له اوربند یوه اوونۍ وروسته ځای پر ځای شويو ماینونو ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
د یادونې ده، چې یوناما په داسې حال کې له ټولو خواوو د تاوتریخوالي پای ته رسول غوښتي، چې له یوې خوا له کرونا ویروس سره مبارزه پاملرنه غواړي او له بلې د خپل منځي خبرو لپاره په افغانستان کې اوربند او اورکم ته اړتیا ډېره شوې ده.