تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د ملکي وګړیو د ژغورنې پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کاري ډلې څرګنده کړې؛ د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (یوناما) په دې وروستیو کې د دې هېواد د ملکي وګړیو درانده ځاني زیانونه مستند کړي او د ملکي وګړیو د ژغورنې پر بېړنۍ اړتیا یې ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې په کندهار، هلمند، روزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې له تېرو ۳ ورځو راپدیخوا یوازې اووه پېښې راپور شوې وې، چې لږ تر لږه یې ۲۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور ټپیان دي.
د یادې سرچینې د راپور له مخې؛ د ملي اردو او طالبانو لخوا د په ډزو کې ډېري ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، دې ټولنې خپلې موندنې ښکېلو خواوو ته سپارلي او له هغو یې غوښتي، چې د ملکي وګړیو د ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح فرهنګ آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ یوازې د می په میاشت کې د ۱۰۹ ماشومانو په ګډون ۲۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۳۴ نور ټپیان دي.
