تازه خبرونه

ملګرو ملتونو غریبو هېوادونو ته د مرستې غوښتنه کړې

Published

on

ملګروملتونو د کرونا وبا له کبله له غریبو هېوادونو سره د مرستې لپاره د ۷ میلیارد نورو ډالرو غوښتنه کړې.

ملګرو ملتونو ویلي، دې پیسو ته؛ ځکه اړتیا ده، چې د میلیونونو انسانانو ژوند وژغورل شي او په کمزورو هېوادونو کې د کرونا وبا د خپرېدو مخنیوی وشي.‌

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په یو ویډیوي پیغام کې ویلي؛ یو‌ ښه پیل مو درلود او اوس باید همداسې مخته ولاړ شو.

ملګروملتونو څو ځلې خبرداری ورکړی، چې که کرونا په غریبو سیمو کې خپره شي؛ نو ټوله نړۍ به ورسره په خطر کې وي.‌

د ملګروملتونو د بشري څانګې مشر مارک لوکاک ویلي؛ په داسې حال کې، چې په ګڼو مخ پر ودې هېوادونو کې به د کرونا بې حده زیاتې پېښې په راتلونکیو له درې تر شپږ میاشتو کې و نه لیدل شي، خو کرونا مخکې له مخکې پرې منفي اغېزې کړې دي او خلکو خپلې دندې او تنخواوې له لاسه ورکړي؛ خوراکي توکي کم شوي او ماشومان بې واکسینه پاتې دي.

Trending

Exit mobile version