تازه خبرونه

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د همکاریو له پراختیا خبر ورکړ؛ څه باندې ۸ میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي

فاطمه رباب په دې لیدنه کې د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو له فرصت څخه خوښي څرګنده کړې او په هېواد کې یې ترسره شویو پرمختیايي فعالیتونو ته پر نغوته د افغانستان د اقتصادي ودې او آبادۍ لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نوې ځانګړې استازې رباب فاطمه او مل پلاوي سره لیدلي او د همکاریو پر پراختیا، د راستنو شویو کډوالو پر وضعیت او د هېواد د اقتصادي پراختیا پر بهیر یې خبرې کړې دي.

 رباب فاطمه په دې لیدنه کې د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو له فرصت څخه خوښي څرګنده کړې او په هېواد کې یې ترسره شویو پرمختیايي فعالیتونو ته پر نغوته د افغانستان د اقتصادي ودې او آبادۍ لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، چې دا ټولنه د بشري مرستو د همغږۍ ترڅنګ هڅه کوي له افغانستان سره خپلې همکارۍ په بېلابېلو برخو کې پراخې کړي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او راستنو شویو کډوالو ته د مرستو وېشل د دې همکاریو مهمې برخې دي.

هغې د راستنو شویو کډوالو د وضعیت د سمبالښت په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولانو له هڅو ستاینه کړې او د هغوی د بېرته راستنېدو بهیر مدیریت یې د افغانستان له سترو ننګونو څخه بللی دی.

دغه راز عبدالسلام حنفي ویلي، چې څه باندې اته میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي او اسلامي امارت به د هغوی د ستونزو د اواري او همکارۍ لپاره له هیڅ راز هڅو ډډه ونه‌کړي.

عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې اړوند ادارې باید د راستنو شویو کډوالو د حقونو د ملاتړ، د کاري فرصتونو د برابرولو او د هغوی لپاره د سرپناه جوړولو په برخه کې ډېرې هڅې او همغږي وکړي.

له افغانستان سره د بشري همکاریو پراختیا او د میلیونونو راستنو شویو کډوالو وضعیت ته رسېدنه د دې لیدنې له مهمو محورونو څخه کڼل شوي دي.

#آریانانیوز #افغانستان #ملګري‌ملتونه #راستنېدونکي‌کډوال #بشري‌مرستې

Trending

Exit mobile version