تازه خبرونه
ملګرو ملتونو له افغانستان سره په کلیوالي پروژو کې د همکارۍ ژمنه وکړه
(Last Updated On: وری ۱۳, ۱۴۰۳)
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارسمبالي محمد یونس اخوندزاده د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له مرستیال انډریکا راټواټه سره وکتل.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي د کلیو او بیارغونې له وزارت سره په کلیوالي پروژو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
محمد یونس اخوندزاده د پراختیایي پروژو پلي کېدا یو مهم ګام وباله؛ خو زیاتوي، چې دا بنسټ باید بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړي.