تازه خبرونه

ملګرو ملتونو ټولو افغانانو ته د مرستو پر رسولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روانو ستونزو او ناڅرګندتیا په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې نږدې ۲۴ میلیون وګړي د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان لپاره پراختیایي مرستې بیا پيل کړي؛ ځکه، چې فغانستان د بشري حقونو، اقتصاد، اقلیم، لوږې او مالي سیستم په برخو کې ورځ تر بلې له خرابېدونکي کړکېچ سره مخ دی.

افغانستان له کلونو راپدیخوا د بهرنیو هېوادونو پر پراختیایي مرستو اتکا درلوده؛ خو تېر کال، چې طالبان بیا واک ته ورسیدل دا مرستې بندې شوې او نړیوالې ټولنې له طالبانو وغوښتل، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه میرمنې او نجونې دې کار او ښوونې او روزنې ته پریښودل شي.

مارتین ګریفیس د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په ډاګه کړه؛  نیستي مخ پر ډېریدو ده او د وګړي هم پر زیاتیدو دی. همدا علت دی، چې له افغانستان څخه پراختیایي ملاتړ یو ځل بیا پیل شي.

نوموړي څرګنده کړې، چې د افغانستان د ۳۹ میلیون وګړیو څه باندې نیمایي بشري مرستو ته اړتیاوې لري او شپږ میلیون نور د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

هغه زیاته کړې، چې څه باندې یو میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او که په سمه توګه یې درملنه ونشي؛ ښایي، چې ټول مړه شي.

په افغانستان کې پر طالبانو نړیوالو بندیزونه نړیوالې مرستې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي امنیت شورا ته پخپلو خبرو کې ویلي، چې بشري مرسته کوونکیو په تېر یو کال کې د بشري مرستو رسولو لپاره څه باندې ۱ میلیارد نغد دالر راوړي؛ خو د بانکي او نغدو پیسو د بحران له کبله د افغانانو ورځني ژوند او د مرستو رسول ستوزمن حالت لري.

په افغانستان کې د یوناما دفتر تویت کړی، چې د دغه دفتر چارسمبالي مارکوس پوتزل د دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د دغه هېواد پر سیاسي، اقتصادي، بشري حقونو، د ښځو حقونو، سیمه ییزو او نړیوالو همکاريو په ګډون د یو لړ مسلو په اړه معلومات ورکړل.

مارکوس پوتزل ویلي: د ملګرو ملتونو استازي او یوناما له چارواکو سره ښکېلتیا او تعامل روان ساتي او د ټولنې له مشرانو، مذهبي ډلو، ښځو او مدني ټولنې سره د ښکېلتیا آسانتیاوې برابروي، چې موخه ترې د ټولګډونه او مشارکتي حکومتدارۍ او د حقونو او آزادیو وده ده.

پوټزل دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان راتلونکی ثبات د افغانانو د اړتیاوو په پوره کولو، د هغوی د حقونو په ساتلو او د حکومتولۍ په ټولو جوړښتونو کې د هېواد د تنوع له منعکس کولو سره تړلی دی.

Trending

Exit mobile version