تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش ډلې په حضور اندیښنه ښکاره کړه.

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش ډلې په حضور اندیښنه ښکاره کړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسم چې امنیت شورا ته د افغانستان د حالت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څلور میاشتنی راپور وړاندې کاوه، ویلي چې د دوي څیړنې ښیي چې په افغانستان کې د داعش ډلې ترهګریز فعالیتونه د اندیښنې وړ دي.

ښاغلي هایسم ویلي، د داعش دا ظرفیت چې تر یوه چتر لاندې د ترهګرو انفرادي ډلې را ټولې کړي، هم د زیاتې اندیښنې وړ مساله ده.

نیکولاس هایسم:

زموږ ارزونې ښیي چې په افغانستان کې د دغې ډلې حضور د اندیښنې وړ دی؛ خو په افغانستان کې د داعش ارزښت په دغه هېواد کې د داعش په ذاتي وړتیاوو پورې نه اړوند کیږي؛ د داعش دا ظرفیت ډیر د اندیښنې وړ دی چې دغه ډله تر یوه چتر لاندې انفرادي ترهګرې ډلې را ټولې کړي.

 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې همدا راز راغلي چې د طالبانو ځینو قومندانانو له داعش ملاتړ کړی او زیات شمېر یې له دغې ډلې د مالي ملاتړ په لټه کې دي.

په همدې حال کې ځینې کارپوهان هم دغه اندیښنې پر ځای بولي؛ خو په افغانستان کې د داعش ډلې پر خلاف د بیړنۍ مبارزې غوښتنه کوي.

دوی دغه اندیښنې پر ځای بولي او وایي که افغان دولت او نړیواله ټولنه له همدا اوسه په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو مخنیوی ونه کړي، افغانستان به دروند تاوان وزغمي.

د ولسي جرګې ځینې غړي هم ټینګار کوي چې د داعش خطر ورو ورو جدي بڼه نیسي او اړتیا ده چې ورسره د مقابلې لپاره منظم پلان تر لاس لاندې ونیول شي.

مخکې له دې ځینو بهرنیو چارواکو په افغانستان کې د داعش د پراختیا په اړه اندیښنه ښودلې وه.

خبریال: حمید صدیقی

Trending

Exit mobile version