تازه خبرونه
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لږ شمېر ایرانیانو پناه غوښتنه تائید کړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال وايي؛ دا ټولنه چمتو ده، چې د جګړې له کبله افغانستان ته له راغلو ایراني کډوالو سره مرسته وکړي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې له پیل راپدېخوا شاوخوا ۳۰ کورنۍ، چې دوه ګونی ایرانی او افغان تابعیت لري افغانستان ته راغلي، چې تېره ورځ یې یوازې څو پناغوښتونکي له دې ټولنې سره ثبت کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال وايي؛ دا ټولنه چمتو ده، چې د جګړې له کبله افغانستان ته له راغلو ایراني کډوالو سره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې: “مونږ په سرحدي دروازو کې یوو او د کډوالو وضعیت څېړو. که ایرانیان غواړي افغانستان ته ننوځي؛ مونږ چمتو یوو، چې د دوی ملاتړ وکړو. مونږ اوسمهال په افغانستان کې د ایراني کډوالو لوی شمېر نلرو؛ خو شاوخوا ۳۰ کورنۍ، چې دوه ګونی ایرانی او افغان تابعیت لري بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. یوازې پرون، یو څو تنه ایراني کډوال هم راجستر شوي دي.”
عرفات جمال دا هم ویلي؛ له ۲۰۲۳ راپدېخوا شاوخوا ۳.۵ میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې تر فشار او جبر لاندې دي.
هغه ټینګار کړی؛ د کډوالو راستنېدل باید له انساني درناوي سره ترسره شي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې همکاري او پانګونه وکړي، چې په افغانستان کې د سولې، پرمختګ او ثبات لپاره زمینه برابره شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس یادونه کړې، چې دا اداره د حکومتي ادارو او شریکو بنسټونو سره په همکارۍ کې د کډوالو د راستنېدو او په ټولنه کې د هغوی د بیا یوځای کېدو د بهیر د ښه مدیریت لپاره د پروګرامونو د پراختیا او پلي کولو لپاره کار کوي. له ګاونډ هېوادونو هم غوښتل شوي، چې د افغان کډوالو انساني کوربتوب روان وساتي.
