تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په پاکستان کې افغان ښځو ته د کسب و کار د پراختیا پروژه پرانستله

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۴, ۱۳۹۹)

په پاکستان کې د ملګرو ملتونوکمیشنرۍ استازې نوریکو یوشیدا د پنجشنبې پر ورځ د بلوچستان په کویټه ښار کې د ځایي او افغان کډوالو میرمنو ته د هغوی د ځواکمنۍ او وړتیا لوړولو په موخه د کسب او کار د پراختیا پروژه پرانستله.

دغه بنسټ څرګنده کړې؛ د کډوالو کمیشنرۍ په پاکستان کې په لومړي ځل د متحده عربي اماراتو له میشت

خصوصي سکتور ناما سره د ښځو ځواکمنۍ او وړتیا لوړولو تړون لاسلیک کړ، چې په بلوچستان کې د مهارتونو لوړولو له لارې د ګوښه شويو افغان مهاجرینو او له ځایي ښځو څخه د ملاتړ پروژې پیاوړي کړي.

له دې پروژې به څه نا څه ۱۰۰ افغان کډوالې او پاکستانۍ میرمنې ګټه واخلي.

دوی دا هم په ډاګه کړې؛ دا میرمنې به نه یوازې روزل کیږي، بلکې میاشتنۍ پیسې به هم ورکړ شي، چې له خپلې کورنۍ سره د کار کولو پر مهال مرسته وکړي.

دغه ښځې به د غوث آباد او هزاره تاون په دوه مرکزونو کې د غالۍ اوبدلو پرمختللي روزنه ترلاسه کړي.

د ملګرږ ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ ویلي؛ دغه پروګرام به ۷۰ سلنه افغان کډوال ۳۰ سلنه پاکستانۍ میرمنې تر پوښښ لاندې ونیسي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمیشنرۍ استازې یوشیدا د کویټې په غوث آباد کې د مهارتونو د روزنې له مرکز لیدنه وکړه او په رسمي بنه یې دغه پروژه پرانستله.

میرمن یوشیدا د افغان او پاکستانیو میرمنو سره د دې پروژې په اړه، چې څنګه به د دوی په ژوندانه کې بدلون خبرې اترې وکړې.

نوموړې ډاډ څرګند کړ، چې د کډوالو کمیشنري به د هغو پروژو پلي کول روان ساتي، چې میرمنې ځواکمنې کوي.

هغې ویلي؛“د دغه راز نوښت پایلې او اغېزې تل ګټورې وي. دا پروژه به میرمنو ته دا توان ورکړي، چې په خپلو پښو ودریږي او په درنښت له خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.

د کډوالو عال کمیشنرې ویلي، دمګړۍ په پاکستان کې لږ تر لږه ۱۴۲۰۶۷۳ راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

Trending

Exit mobile version