تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په کابل کې له طالب چارواکو سره د مرستې ژمنه وکړه – سهیل شاهین

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو د رهبرۍ غړي سهیل شاهین ویلي؛ د طالبانو لوړ پوړیو چارواکو د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو له عمومي منشي سره وکتل او ژمنه وشوه، چې له افغانانو سره مرسته وشي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او نورو چارواکو له مارټین ګریفیتس سره؛ ځکه ولیدل، چې افغانستان د سختې وچکالۍ، شوني اقتصادي بحران او بشري ناورین سره مخ دی.

شاهین په خپل ټویټ کې څرګنده کړې: د ملګرو ملتونو پلاوي له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه او په ډاګه کوي، چې هغه به د مرسته کوونکیو هېوادونو په راتلونکې غونډه کې له افغانستان سره د نورو مرستو غوښتنه هم وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ افغانستان د نړۍ یو له  بېوزلو هېوادونو څخه دی، چې نږدې یوه میاشت مخکې په کې ناببره د لویدیځ ملاتړی حکومت ړنګ او طالبان له بري برخمن شول او د میلیاردونو ډالرو بانکي پانګه یې نه یوازې کنګل شوه، بلکې بهرنۍ مرستې پرې هم ناڅاپه ودرېدې.

شاهین د ملګرو ملتونو پلاوي ته د همکارۍ تر څنګ د اړتیا وړ آسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړی دی.

ټاکل شوې، چې ملګري ملتونه به د وږي پر ۲۲ / د سپټمبر پر ۱۳ په ژنیو کې د مرستې نړیواله غونډه راوبولي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوټرش د څر ګندونو له مخې د رامنځته کېدونکي بشري ناورین مخنیوی وشي.

Trending

Exit mobile version