تازه خبرونه
ملګرو ملتونو او ټاکنو کمیسیون له ټاکنډلو سره د ګډې ناستې پرېکړه کړې
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمعې پر ورځ کومه کاري اجندا نه درلوده؛ خو د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۷) د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ټاکنیزو لانجو د اوارۍ لپاره پر غونډه کار کوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به ټاکنیزې ډلې هم حضور ولري.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټاکنډلو غوښتي، چې خپلې غوښتنې د درې پوښتنو په چوکات کې دغه کمیسیون ته وسپاري.
د ثبات او همپالنې ډلې د تخنیکي کمیټې مسوول نور الرحمان اخلاقي ويلي، چې د پوښتنو محدودیت لانجه نشي غوڅولی.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید ويلي، چې دغه غونډه باید په بې طرفه توګه جوړه شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون اوس هم ندی توانیدلی، چې په اووه ولایتونو کې د مشکوکو محلونو رایې بیا وشمېري؛ ځکه، چې هلته د ثبات او همپالنې ډلې ملاتړیو د دغه کار مخه نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې عبدالله عبدالله، حکمتیار او رحمت الله نبیل غوښتنه کوي، چې درې سوه زره اختلافي رایې باید باطلې شي او که دا کار ونشي؛ د ټاکنو پایلې به ونه مني.