نړۍ
ملګري ملتونه باید د امریکا او سویلي کوریا ګډې پوځي هڅې ودروي – شمالي کوریا
رویترز څرګنده کړې؛ د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ له ملګرو ملتونو وښتي، چې د امریکا او سویلي کوریا ګډې پوځي روزنې هڅې ودروي او د رامنځته کېدونکي تاوتریخوالي او ګواښ مخه ونیسي.
د نړیوالو ټولنو بهرنیو چارو د وزیر مرستیال کیم سون ګیونګ د دولتي خبري آژانس KCNA په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د متحدینو ګډه پوځي روزنه او څرګندونه د نامسوولانه جګړې کچه لوړوي.
د دواړو هېوادونو چارواکو د جمعې پر ورځ ویلي، چې امریکا او سویلي کوریا به د مارچ په میاشت کې د ۱۰ ورځو څخه ډېرې پراخې پوځي روزنیزې هڅې ترسره کړي.
امریکا او سویلي کوریا ويلي؛ دا پوځي روزنیزې هڅې له ځانه د دفاع لپاره دي او د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو او اتومي وسلو د پروګرامونو له مخ پر زیاتیدونکيو ګواښونو سره د مقابلې لپاره اړین دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو منع کړي دي.
شمالي کوریا د شنبې پر ورځ امریکا د هغه څه لپاره ملامته کړه، چې د وسلو د څارنې نړیوال سیستم له منځه وړي او ویلي، چې د پیونګ یانګ اټومي وسلې په سیمه کې د ځواک توازن ډاډمن کولو لپاره یو عادلانه ځواب دی.
متحدینو د جمعې پر ورځ د امریکایي اوږد واټنه بمبارد او له سویلي کوریا جنګي الوتکو سره یوه ګډ هوایي روزنیزه هڅه او د ځانګړیو راشن خوړونکیو سرتېرو لپاره یې د اوونیو پوڅي روزنیزې هڅې ترسره کړې.
کیم ویلي: ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید د امریکا او سویلي کوریا څخه په کلکه وغواړي، چې خپل پاروونکې څرګندونې او ګډ پوځي روزنیزې هڅې ودروي.
هغه وایي: دا د خواشینۍ وړ ده، چې ملګري ملتونه په دوامداره توګه د پوځي روزنیزو هڅو پر اړه چوپه خوله دي، چې له تېري ډک ماهیت لري.
رویترز راپور ورکړی، چې کیم تېره میاشت یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د شمالي کوریا د توغندیو ازموینه خورا غیرعادلانه او غیر متوازنه یاده کړې ده.
