سیمه ییز خبرونه
ملګري ملتونه تمه لري، چې د افغانستان ټاكنې په سم ډول تر سره شي
ملګري ملتونه تمه لري، چې د افغانستان ټاكنې په سم ډول تر سره شي او پايلې يي ټولو ته د منلو وړ وي. د افغاستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازى وايي، د دې سازمان په امنيت شورا كې ټينګار وشو، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته ښه چمتووالى نيول شوى.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبېش په كابل كې په يوې خبري غونډه كې وويل:
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته كې د دې تر څنګ، چې د يوه بل كال لپاره د يوناما ماموريت تمديد شو، د ناټو له پوځي ماموريت وروسته له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ وركړل شو، او د دې هېواد ګاونډيو د رڼو ټاكنو ملاتړ اعلان كړ، چې ټولو ته د منلو وي. دى وايي، ملګري ملتونه تمه لري چې ټاكنې ښې تر سره شي.
نوموړی وایي، د افغانستان د ټاكنو تر سره كېدو ته يو ښه اعتماد شتون لري. داسې هيلې دي، چې دا ځل ټاكنې د تېرو ټاكنو په پرتله ښې تر سره شي. مخكې له دې داسې اندېښنه وه، چې ټاكنې به تر سره شي او كه نه؟ خو اوس نيول شويو تياريو ته په پام سره ليدل كېږي، چې دا ټاكنې به په ښه توګه تر سره شي. خلك دې ټاكنو كې ګډون كوي او دا د ټاكنو د مشروعيت مسئله پياوړې كوي.
ښاغلى كوبېش ټينګار كوي، چې ټاكنو ته په امنيتي برخه كې چمتوالى هم د قناعت وړ ده، او ځينو امنيتي اندېښنو ته په پام سره خلك بايد د خپل برخليك د ټاكلو لپاره دې ملي پروسه كې ګډون وكړي.
یان کوبیش همدارنګه زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ټينګار وكړ، چې د ټاكنو د تر سره كېدو، د ټاكنو د امنيت ساتنې او په ډېر قوت سره تر سره شويو كمپاينونو ته په پام هيله ده، چې خلك ټاكنو كې پراخ ګډون وكړي او د ټاكنو پايلې بايد ټولو ته د منلو وي، دا ډېره مهمه مسئله ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى ټينګار كوي، چې ټاكنو كې به بهرنۍ لاسوهنې ونه شي. د نوموړي په وېنا، ملګري ملتونه به له دې ټاكنو څارنه ونه كړي، بلكې له دې پروسې سره تخنيكي همكاري كوي.