تازه خبرونه

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ۶۰۰ میلیون ډالرو د چمتو کولو هڅه کوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۲, ۱۴۰۰)

ملګري ملتونه د دوشنبې پر ورځ په ژنیو کې له جوړېدونکي کنفرانس څخه د افغانستان لپاره له ۶۰۰ میلیون ډالرو څخه د ډېرې مرستې چمتو کول غواړي، چې د رامنځته کېدونکي بشري ناورین مخه پرې ونیسي.

د دغه راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اړوند ناسته نن دوشنبه د وږي پر ۲۲ په ژنیو کې جوړه شي. په دې ناسته کې به پر ټول افغانستان د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته له بشري ناورین خبرداری ورکړ شي

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ ان تېره میاشت د اسلامي امارت لخوا د کابل له نیولو مخکې د هېواد څه نا څه نیمایي وګړيو یا ۱۸ میلیون خلکو پر مرستو تکیه درلوده.

د ملګرو ملتونو چارواکو او مرستندویه ډلو خبرداری ورکړی، چې دا شمېر د وچکالۍ، نغدو پیسو او خوراکي توکو د کمښت له کبله مخ پر ډېرېدو دی.

ملګرو ملتونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک به د بېوزلۍ تر کرښې لاندې راشي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د افغانستان د لویدیځ پلوي حکومت له ړنګیدو او ماتې وروسته د میلیارډونو ډالرو بهرنۍ مرستو ناڅاپي پای او د اسلامي امارت بریالیتوب د ملګرو ملتونو پر پروګرامونو ډېر فشار راوړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش د جمعې پر ورځ یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړه، چې دا ټولنه مالي ستونزې لري او په اوسني وخت کې ملګري ملتونه حتی نشي کولی خپلو کارمندانو ته تنخواوې ورکړي.

د ژنیو په کنفرانس کې چې ټاکل شوې د دوشنبې پر ماسپښین پیل شي؛ د ملګرو ملتونو د لوړ پوړيو چارواکي په ګډون به په کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر پیټر مورر، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او یو شمېر نور حکومتي استازې برخه واخلي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ۶۰۶ میلیون ډالرو شاوخوا درېیمه برخه به د ملګرو ملتونو د خواړو پروګرام ولګوي؛ ځکه، چې په افغانستان کې د اګست او سپټمبر په میاشتو کې د ۱۶۰۰ سروې شویو افغانانو ۹۳ سلنه خلکو ته پوره خواړه ندي رسیدلي او د پیسو د نشتوالي له کبله ورته له لاسري بې برخې پاتې دي.

دغه راز د ملګرو ملتونو یوه بله اداره د روغتیا نړیواله ټولنه ده، چې د بسپنه ورکوونکیو له وتلو وروسته په افغانستان کې سلګونه روغتیایي مرکزونه د تړلو له خطر سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version