تازه خبرونه

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړیو استازیو یوه بله غونډه جوړوي – روسیه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګنده کړې، ښايي ملګري ملتونه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړيو استازيو په حضور کې یوه بله غونډه جوړه کړي.

کابلوف تاس خبري سرچینې ته ویلي؛ مونږ او زمونږ سیمه‌ییز ونډوال پوهیږو، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي (انتونیو) ګوتریش د خپل ځانګړي همغږي کوونکي له‌خوا د راپور له وړاندې کولو وروسته د ځانګړيو استازیو د رابللو نیت درلوده. لکه څنګه، چې هغه د تېر پسرلي پر مهال په ​​دوحه کې جوړه کړه.

هغه زیاته کړې: تر هغه ځایه، چې زه ګورم؛ دا ډول راپور وړاندې شوی او وېشل شوی هم دی. مونږ یې باید بشپړ ولولو؛ ځکه، چې هغه [د ملګرو ملتونو عمومي منشي] ویلي، چې د ټولو ښکېلو اړخونو له شننې وروسته، هغه غواړي ټول په دې اړه د بحث لپاره یو ځای ته راوغواړي. دې موضوع ته پر پاملرنه مونږ په بیړه کې نه یوو. لومړی به مونږ دا راپور وګورو؛ مونږ له مخکې پیل کړی او شاید له نیویارک څخه بلنه راشي.

د کابلوف د څرګندونو له مخې؛ دا ډول غونډه د دې فرصت برابروي، چې په څنډه کې یې له خپلو ونډوالو او اندوالو سره خبرې وکړو.

تېر پسرلی په دوحه کې د ګوتریش پر نوښت د افغانستان غونډه د روسیې، بریتانیا، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، قزاقستان، قطر، قرغزستان، چین، ناروې، عربي متحده اماراتو، پاکستان، سعودي عربستان، امريکا، تاجکستان، ترکمنستان، ترکيې، ازبکستان، فرانسې، جاپان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاريو سازمان هېوادونو د استازیو په حضور کې جوړه شوې وه.

Trending

Exit mobile version