نړۍ

ملګري ملتونه د بشري حقونو په شورا کې د روسیې په اړه رای ورکوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۴۰۱)

رویټرز څرګنده کړې؛ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه به نن پنجشنبه د امریکا د هغې غوښتنې په اړه، چې روسیې په اوکراین له بشري حقونو سرغړونه کړې له اړوند شورا څخه د دغه هېواد د غړیتوب په اړه رای ورکړي.

د ۴۷ هېوادونو د غړیو په شورا کې د یو هېواد غړیتوب له ممتنع رایو پرته د دوه پر درېیمه برخه رایو ځنډېدلی شي. په دې شورا کې پر ۲۰۱۱ کال د لیبیا غړیتوب د دې هېواد د هغه وخت مشر معمر القذافي ته د وفادارو ځواکونو لخوا د مظاهره چیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کبله ځنډول شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ لویدیځ ډیپلوماټان ډاډه دي، چې دوی د بشري حقونو په شورا کې د روسیې د غړیتوب د ځنډولو لپاره د عمومي غونډې د ۱۹۳ غړیو له بشپړ ملاتړه برخمن دي؛ ځکه، چې  د مسودې متن په اوکراین کې د روانو بشري حقونو او بشري بحران په اړه ژوره اندېښنه په ډاګه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا ټوماس ګرینفیلډ د دوشنبې پر ورځ د دغې هڅې په رویټرز ته ویلي: اړتیا ده روسیې ته ووایو؛ مونږ به تاسې ته اجازه ورنکړو، چې له مجازاتو پرته خپل خوندیتوب روان وساتئ او وښیئ، چې بشري حقونو ته درناوی کوئ.

رویټرز د لیدل شويو یادښتونو له مخې؛ روسیې هغو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د هو یا رایې پریښودلو په صورت کې به دوه اړخیزو اړیکو ته د نادوستانه نغوتې په توګه وکتل شي.

د فبرورۍ پر ۲۴  پر اوکرایین د روسیې د پوځي عملیاتو له پیل راپدیخوا دغې شورا د روسیې په دوه پرېکړه لیکونو کې د ۱۴۱ او ۱۴۰ رایو پر ترلاسه کولو د دې هېواد بریدونه غندلي دي. په داسې حال کې، چې مسکو د اوکراین د بې وسلې کولو لپاره د ځانګړيو عملیاتو د تر سره کولو غږ پورته کړې دی.

د رویټرز په راپور کې راغلي؛ امریکا اعلان کړی، چې دوی به د روسیې د غړیتوب ځنډولو غوښتنه هغه وخت وکړه، چې اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د سلګونه ملکي وګړیو په وژلو کې روسي سرتېري تورن کړل.

روسیې په اوکراین کې پر ملکي وګړیو بریدونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو سفیرې واسیلي نیبنزیا د سې شنبې پر ورځ ویلي: په داسې حال کې، چې بوچا د روسیې تر کنټرول لاندې وه؛ یو ملکي وګړی هم له هیڅ راز تاوتریخوالی سره مخ شوی ندی.

روسیه په ژنیو کې د بشري حقونو د شورا د درې کلنې دورې دوه کاله تېر کړي، چې نشي کولی په قانوني توګه د ټینګار وړ پرېکړه وکړي. که څه هم پرېکړه یې اړین سیاسي پیغامونه ولېږدوي؛ خو کولی شي د څېړنو اجازه ورکړ شي.

د یادونې ده، چې دې شورا تېره میاشت په اوکراین کې د روسیې له برید راپدیخوا د احتمالي جنګي جرمونو په ګډون له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version