تازه خبرونه

ملګري ملتونه د تخار په هوایي برید کې د ملکي وګړیو د مرګ و ژوبلې څېړنه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د پنجشنبې پر شپه وویل، چې په تخار ولایت کې د ملي اردو د هوایی برید په اړه به څېړنې وشي؛ ځکه د راپورونو له مخې په کې ۱۲ ماشومان وژل شوي دي.

دغه بنسټ د تویت له مخې؛ د یوناما د ملکي محافظت ډله به په تخار ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د ملي اردو د هغه هوایي برید څېړنه وکړي، چې د نجونو او هلکانو په ګډون یې ۱۲ ماشوان وژلي او ۱۸ نور ټپیان دي.

یوناما دا هم په ډاګه کړې، چې ملګري ملتونه به د څېړنو له تر سره کیدو وروسته خپلې موندنې د رسنیو له لارې خپرې هم کړي.

دغه راز د تخار ولایت ځایي چارواکو د پنجشنبې پر سهار وویل؛ په دې تر سره شوي هوایی برید کې د جومات ماشومان وژل شوي او د ملا امام په ګډون ګڼشېر نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملکي وګړیو وژل کیدل رد کړي او پر فیسبوک پاڼه یې څرګنده کړې، چې په دې هوایي برید کې هغه کسان وژل شوي، چې پرون یې زمونږ ځواکونه په وینو کې لت پت کړي وه او مونږ په دې اړه کره او د منلو وړ ثبوت لرو.

Trending

Exit mobile version