1393ټاكنې

ملګري ملتونه: د ولسمشرۍ کاندیدان باید د ټاکنو پایلې ومني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملګرو ملتونو د افغانستان د ولسمشرۍ له كانديدانو وغوښتل، چې د ټاكنو پايلې ومني. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال وايي، چې بايد د ټاكنيزو كميسيونونو په چارو كې لاسوهنې ونه شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال نیکولاس هایسم د رايي وركولو يوه مركز ته ورغى.

هغه د رايي اچولو له بهير او د دې پروسې له څارنې ليدنه وكړه او ويي ويل، چې خلك په خپله د رايو صندوقونو ته راغلي او د هر يوه كانديد د بريا په صورت كې بايد د خلكو رايو ته درناوى وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال نيكولاس هايسم له دواړو كانديدانو وغوښتل چې د ټاكنيزو كميسيونونو په اړوندو چارو كې لاسوهنې ونه كړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې كه څه هم د ټاكنو په لومړي پړاو كې د ټاكنيزو كميسيونونو په كړنو كې يو لړ نيمګړتياوې وې، خو د دواړو كميسيونونو په مديريت كې يو لړ بدلونونه راغلي، زمونږ غوښتنه د ولسمشرۍ له دواړو كانديدانو دا ده، چې د دواړو كميسيونونو مشرتابه پرېږدي، چې خپلواك عمل وكړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال دويم پړاو ټاكنې افغانستان كې د پرمختګ او ثبات په لور يو بل ګام وباله او دې پروسه كې د خلكو ګډون ستايي.

نوموړي ووېل، د هيله مندۍ ځاى دى، چې افغانان ونه وېرېدل او د خپلې رايي له حق څخه يي استفاده وكړه او د يوه دموكراتيك او قانوني نظام د را منځته كولو لپاره يي ګام پورته كړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال د ټاكنو پر روڼ تيا ټينګار كوي، كومه غوښتنه، چې تل د مطرح كانديدانو د يوې سترې اندېښنې په توګه ترې يادونه كېږي، خو د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولين وايي، د ټاكنو د لومړي پړاو له تجربو څخه پر استفادې سره به هڅه وكړي، چې دا بهير په پوره روڼ تيا سره تر سره شي.

Trending

Exit mobile version