سیمه ییز خبرونه

ملګري ملتونه: په افغانستان كي ۵ ميليون وګړي بېړنيو مرستو ته سخته اړتيا لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بېړنيو حالاتو پر وړاندې د مبارزې ملي كمېټې له نړيوالې ټولنې څخه د راتلونكې كال لپاره افغانستان ته د څلور سوه شپږ ميليون ډالرو غوښتنه وكړه. دا بنسټ وايي، له دې پېسو څخه به پر استفادې هغو افغان وګړو ته بشري مرستې برابرې شي، چې سخت اړ دي.

په وروستيو دولسو كلونو كې افغانستان ته د نړيوالو له لوري د ميلياردونو ډالرو له مرستو سره سره لا هم د دې هېواد حالت مخ پر ځوړ بلل كېږي.

د بېړنيو حالاتو پر وړاندې د مبارزې كمېټه غړی ويس احمد برمك د راتلونكي كال لپاره له نړيوالې ټولنې څخه د ۴۰۶ ميليون ډالرو مرستې غوښتنه كوي، څو پرې هغو افغان وګړو ته بشري مرستې ورسول شي، چې وضعيت يي د دې بنسټ په خبره ډېر خراب دى.

دا بنسټ وايي، دا ۴۰۶ميليون ډالر به په څلورو برخو لكه روغتيايي خدمتونو، د طبعي پېښو له زيانمنو شويو كورنيو بې ځايه شويو او له بهر څخه هېواد ته د بېرته را ستنېدونكو د ستونزو پر حل ولګول شي.

په همدې حال كې په افغانستان كي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال مارك بودين وايي، افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو كې راځي، چې وګړي يي بېړنيو بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.

د دې سازمان په وېنا، دا مهال په افغانستان كي ۵ ميليون وګړي بېړنيو مرستو ته سخته اړتيا لري.

نوموړی زیاتوي، افغانستان سره بايد مرستې وشي، ځكه چي دا هېواد په روان كال كي ښايي له دې څخه هم زياتو مرستو ته اړتيا پېداكړي، افغانستان اوس په يوغېر متيقين حالت كې دى. ښايي، چي له دې څخه هم زياتو مرستو ته اړتيا پيدا شي.

د بيړنيو حالاتو پر وړاندې د مبارزې ملي كمېټې د روان لمريز كال لپاره له نړيوالو څخه د ۳۷۵ ميليون ډالرو مرستې غوښتنه كړې وه، چې د مسئولينو په وېنا، د غوښتل شوې مرستې ۵۳ په سلو كې وركړل شوي، خو دا چې د دې بنسټ نوې غوښتنې ته به نړيوال څومره ژمن پاتې شي، لا نه ده څرګنده.

كمېټه وايي، په ۴۰۶ ميليون ډالرو به، چې له نړيوالو څخه غوښتل شوي، ۲۲ ولايتونو ته بشري مرستې ورسول شي.

Trending

Exit mobile version