تازه خبرونه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ،  ژوبله ډېره شوې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د روان کال د لومړیو دریو میاشتو تلفات د تېر کال د دریو میاشتو په پرتله دوه په سلو کې ډېر شوي دي چې په وینا يې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې کابو شپږ سوه ملکي وګړي وژل شوي دي او یو زر او درې سوه دري څلوېښت کسان ټپیان شوي دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د جګړې په ښکېلو غاړ غږ کوي چې د ولسي وګړو ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په بنسټ له دوه زره نهم کال را وروسته د هر کال په تېرېدو په جګړه کې د ولسي وګړو تلفات مخ په ډېرېدو دي. د روان کال د جګړې دروند پېټی هم ملکیانو په غاړه وړی دی.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هایسم وايي: “که جګړه زور اخلي دا لازمه نه ده چې هرو مرو به د ولسي وګړو مرګ، ژوبله ورسره زیاته شي، دا د جګړې په ښکېلو غاړو پورې اړه لري چې څنګه د ولسي وګړو د ژوند خیال وساتي. په دې برخه کې بې پروايي به ملت نور هم وکړوي.”

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د روان کال په دریو میاشتو کې شپږ سوه کسان وژل شوي او له دیارلسو سوو ډېر ټپیان شوي دي.

 ملګري ملتونه وايي چې ډېر تلفات او مرګ ژوبله د ځمکنۍ جګړې پر مهال رامنځته شوې ده چې ملګرو ملتونو یې شپېته په سلو مسولیت وسله والو مخالفینو ته مخامخ کړی دی. که څه هم د وژل شویو شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله لږه ده خو د ټپیانو شمېره بیا لوړه ښودل شوې ده.

د وسله والو مخالفینو چې کوم کسان وژلي او ټپيان کړي دي،۳۶۲ يې وژلي او ۸۰۰ يې ټپیان کړي دي. ۶۳په سلو کې مرګ، ژوبله د طالبانو له لاسه ده.

هغه کسان چې د دولت او دولت پلوو ځواکونوله خوا وژل شوي او ټپيان کړي دي،۱۲۷ کسان يې وژلي او ۲۴۲ يې ټپیان کړي دي چې۱۹په سلو کې مرګ ژوبله د افغان او افغان پلوو ځواکونوله لاسه ده،۱۶په سلو کې د دواړو لوریو له خوا او ۶ په سلو کې مرګ، ژوبله د ماینونو له کبله رامنځته شوې ده.

ملګرو ملتونو د وسله والو طالبانو وروستي ځانمرګي بریدونه پېچلي بللي او له هغوی یې غوښتي چې په وینا يې په ملکي کسانو دغه ډول بریدونه و دروي. په ټوله کې د اوښتې مرګ، ژوبلې درېیمه برخه ماشومان بلل شوي دي.

Trending

Exit mobile version