تازه خبرونه

ملګري ملتونه: په 2014 کې ملکي تلفات 22 سلنه زیات شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په دوه زره څوارلسم زیږدیز کال کې ملکي تلفات د دوه زره دیارلسم کال په پرتله په سلو کې دوه ویشت زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو تازه راپور ښکاره کوي چې په دغه کال کې لس زره پنځه سوه اته څلویښت ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، او دوه زره پنځلسم کال په وروستیو پنځو کلونو کې تر ټولو خونړی و.

د دغه راپور له مخې، د ملکي تلفاتو د دوه اویا سلنې برخې مسول وسلوال مخالفین، په ځانګړې توګه طالبان او څوارلس سلنه افغان او بهرني ځواکونه یاد شوي دي.

راپور وایي، د ملکي تلفاتو د زیاتوالي عمده دلایل د ځمکنیو جګړو ډیروالی او له چاودیدونکو توکو استفاده ده.

ملګرو ملتونو د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکیانو د ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

څوارلس کاله کیږي چې افغانستان کې جګړې دوام لري او له افغانانو قرباني اخلي.

ملګرو ملتونو د یوه راپور په خپرولو سره په ۲۰۱۴ کال کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي خبره کړې ده. د دغه راپور له مخې، له ۲۰۰۹ کال نه د دوه زره څوارلسم کال تر پایه په افغانستان کې 47745 ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۱۴ کال کې لس زره پنځه سوه اته څلویښت ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله په ملکي تلفاتو کې دوه ویشت سلنه زیاتوالی ښیي.

په ۲۰۱۴ کال کې 3699 ملکیان وژل شوي او 6849 تنه نور ټپیان شوي دي چې په وژل شویو او ټپیانو کې 2474 تنه ماشومان او909 تنه ښځې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هایسم:          

زمونږ ټینګار دا دی چې په افغانستان کې د جګړې شدت باید ملکي تلفات زیات نه کړي. مونږ تل د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي او ځانګړي تدابیر تر لاس لاندې ونیسي.

په ۲۰۱۴ کال کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي عمده عوامل ځمکنۍ جګړې، له چاودیدونکو توکو استفاده او په ګڼ میشتو سیمو کې ځانمرګي بریدونه بلل شوي دي.

د دغه راپور په بنسټ په ۲۰۱۴ کال کې په هلمند، فاریاب او کنړ ولایتونو کې زیات ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو د ملکي تلفاتو د دوه اویا سلنه برخې مسول وسلوال مخالفین، د دولس سلنې افغان ځواکونه او د دوو سلنې بهرني ځواکونه یاد کړي دي.

د ملکي تلفاتو لس سلنه برخه د افغان ځواکونواو وسلوالو مخالفینو تر منځ د ځمکنیو جګړو له امله اوښتې، د تلفاتو یو فیصد برخه د دیورند کرښې له هغې غاړې نه د توغندیزو بریدونو په پایله کې را ولاړه شوې ده؛ خو د تلفاتو د درې سلنې برخې عامل نه دی روښانه شوی.

په افغانستان کې د یوناما د بشر د حقونو رییسهجورجیت گنیان:          

کوم تاوتریخوالی چې د وسلوالو نښتو له امله و، بدې ټولنیزې او اقتصادي اغېزې یې درلودې.کومو ښځو چې په بریدونو کې یې خپل میړونه له لاسه ورکړي، اړ شوې چې خپل ماشومان ښونځیو ته له ورتګ را وګرځوي، هغوي یې کار ته اړ کړي او حتی په کم عمر کې یې خپلې لوڼې واده کولو ته اړ کړي دي. نو اړتیا ده چې د جګړې ښکېلې خواوې یو ځل بیا د ملکیانو د ساتنې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

په دغه راپور کې د وسلوالو دا کړنه چې ملکيان په قصدي توګه په نښه کوي، جنګي جنایت بلل شوی او له وسلوالو مخالفینو غوښتل شوي چې د استوګنې په سیمو کې له جګړو او د چاودیدونکو توکو له ځای پر ځای کولو لاس واخلي. ملګري ملتونه له افغان دولت هم غواړي چې د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره ټولې وسلوالې ډلې او ملیشې بې وسلې کړي.

Trending

Exit mobile version