تازه خبرونه

ملګري ملتونه دې په افغانستان کې سولې او اوربند ته لار پرانیزي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولې او اوربند ولسي کاروان، چې له هلمنده کابل ته پلی رارسیدلی؛  د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته یې خپله دوه یمه اعتراضیه ورځ هم تېره کړه.

له هلمند څخه د سولې او اوربند په تمه راوتلی ولسي خوزښت، چې په کابل کې یې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته خیمه وهلې او د سولې او اوربند غوښتنه کوي.

د دغه ولسي کاروان غړی عبدالمالک همدرد، چې د وسلوالو په برید کې یې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي؛ وايي، چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت په نیت له کوره راوتلی او پخپله سوله ییزه لار کې به د ستړیا احساس ونکړي.

دوی له ملګرو ملتونو غواړي، چې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره مټې راونغاړي او د افغان دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ سولې او اوربند ته لار پرانیزي.

د سولې او اوربند د ولسي کاروان مشر اقبال خیبر پاکستان او ایران ته هم پیغام لري او له دغو هېوادونو غواړي، چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.

نوموړی وایي؛ دا پوره روښانه ده، چې ایران او پاکستان په افغانستان کې خپله جګړه روانه ساتلې؛ خو په کې وریته او لولپه افغانان شول.  

دوی دا هم په ډاګه کړې، چې، که یې غوښتنې ونه منل شي؛ په راتلونکیو ورځو کې به په کابل کې د هغو هېوادونو د سفارتونو مخې ته، چې په افغانستان کې د لاسوهنې شک پرې کیږي، د اعتراض خیمې ووهي.

د سولې ملي کاروان له هلمنده تر کابله اته دېرش ورځې پلی مزل تر سره کړ، ولسمشر غني یې غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه؛ خو وسلوالو طالبانو تر اوسه د دوی غوښتنو ته رسمي ځواب نه دی ویلی.

د یادونې وړ ده، چې سبا به هم دوی یوناما ته نږدې ناسته ولري او بیا به پرېکړه کوي، چې لومړی د کوم هېواد سفارت ته نږدې اعتراضیه خیمه ودروي.

خبریاله: یلدا درویشي

Trending

Exit mobile version