تازه خبرونه
ملګري ملتونه د دویم پړاو ټاکنو لپاره چمتوالی نیسي
داسې ښکاري، چې ولسمشریزې ټاکنې په لومړي پړاو کې بریالی نلري او یو ځل بیا به ولسمشر غني او داکتر عبدالله عبدالله د ټاکنیزې سیالۍ ډاګر ته ورودانګې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ مرستیال توبي لینزر وایي؛ برخلیک ټاکنونکې پرېکړه باید د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون وکړې. که ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي دغه دفتر به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژر تر ژره بیا ټاکنې ترسره کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی قطب الدین رویدار ویلي، اوس نور وخت هم لرو او دا به له وخت مخکې وي، چې د ټاکنیزو شکایتونو پر پرېکړه خبرې وکړو.
که څه هم ډېري باوري دي، چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي.
د ټاکنود خپلواک کمېسیون پخوانی رییس دوواد علي نجفي ویلي، چې که د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له خپلو قانوني صلاحیتونو سرغړونه وکړي؛ پرته له شکه ټاکنې دویم پړاو ته ځي.
که د ولسمشریزو ټاکنو په لومړی پړاو کې هیڅ یو نوماند پنځوس جمعه یوه رایه پوره نکړې؛ د قانون له مخې د وروستۍ پایلې له اعلان وروسته دویم پړاو ټاکنې ۱۵ ورخې وروسته ترسره کیږي.
څارونکې بنسټونو ویلي، چې د ټاکنو کميسیون د دویم پړاو ټاکنو د ترسره کیدو وړتیا نلري.