سیمه ییز خبرونه

ملگري ملتونه افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد وروسته د افغانستان د حالاتو په ارزونه بوخت دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال فارياب ته د سفر په ترڅ كې وويل، چې د دوه زره ديارلسم كال تر پاېه امنيتي مسئوليتونه په بشپړه توگه افغانانو ته په داسې حال كې سپارل كېږي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنې هم په مخ كې دي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال نيكولاس هسيم فارياب ته د سفر په ترڅ كې د فارياب له مسئولينو سره د تړلو دروازو تر شاه له خبرو وروسته خبريالانو ته وويل:

دوى غواړي افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد د پروسې له بشپړېدو وروسته هغه ستونزې او نيمگړتياوې و ارزوي، چې ښايي افغانان ور سره لاس او گريوان شي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال زياته كړه، چې افغانانو ته د مسئوليتونو  د لېږد بهير ورو ورو د بشپړېدو په حال كې دى. ولسمشريزې ټاكنې هم په مخ كې دي مونږ به وگورو، چې په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو كې له كومو ستونزو سره مخ كېږو او څنگه كولاى شو دا ستونزې هوارې كړو.

هغه له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانانو اندېښنو ته اشاره وكړه او زياته يې كړه، چې افغانان بايد د خپل راتلونكي په اړوند په خپله تصميم ونيسي.

د فارياب والي محمد الله بتاش وويل، چې افغان ځواكونو ته د مسئوليتونو له سپارل كېدو سره په فارياب كې هم امنيت ښه شوى دى.

له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان د حالاتو په اړوند په داسې حال كې اندېښنې مخ په زياتېدو دي، چې د ملگرو ملتونو يوې څانگې وړاندوينه كړې، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته به د افغانستان حالات بحراني شي.

Trending

Exit mobile version