تازه خبرونه
ملی شورا د ولسمشر حامد کزی لخوا پرانستل شوه
د ملی شورا د شپاړسمی دوری څلورم تقنینی کال د ولسمشر حامد کرزی لخوا رسما پرانستل شو.
د ولسی جرگې رییس عبدالرووف ابراهیمی د غوندې د پرانستلو پر مهال د هېواد امنیتي مسوولیتونو د لیږید او ټاکنو ته په اشاره د ټاکنو پر امنیت او د حکومت په نه مداخلی ټینگار وکړ.
ولسمشر حامد کرزي وویل، چې ټاکنې د افغانستان لپاره مهمې دي او دوی به د ټاکنو په چارو کی هیچ کله هم مداخله ونکړي؛ خو بهرنیانو ته خبر داری ورکړ، چی د ټاکنو په چارو کی مداخله ونکړي .
ولسمشر د بهرنی سیاست په اړه وویل، چې افغانسان د نړۍ له ټولو هېوادنو او په ځانگړي توگه له گاوند هېوادونو سره غوره اړیکې لري او افغانستان باید، چې په سیمه کې د تهدید پر ځاله بدل نشي.
ولسمشر حامد کرزی د افغانسان اساسی قانون جوړیدل د تېرو دولس کلونو له لاسته راونو څخه وبلل او ويې ویل، چې تر اوسه ۲۵۵ تقنیني اسنادونه طی مراحل شوي او د افغانستان اساسی قانون د سیاسي نظام د اړتیا لپاره یو لړ تعدیدلاتو ته اړتیا لري.
همداراز هغه وویل، چې ۴۴۷۱ ټولنیز سازمانونه،۶۰ سیاسي گوندونه او ۳۲ زره پراختیایی شوراگانې فعالیت لري او خلک اوس کولی شي، چې له سیاسي او ټولنیزو فرصتونو څخه استفاده وکړي.
ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د رسنيو پر رول هم ټینگار وکړ او وايي، چې که رسنۍ له مالي او فکري لحاظ خپلواک ونه وسي؛ نو د پردیو د لاس ابزار گرزي.
همداراز د ولسي جرگې او مشرانو جرگې لخوا ولسمشر حامد كرزي ته د ښو خدمتونو له كبله د تقدیر لوح ورکړ شوه .