سیمه ییز خبرونه
ممنون حسین د كابل په وروستي ځانمرګي بريد كې د پاکستان لاس لرل رد كړل
د پاكستان ولسمشرد كابل په وروستي خونړي بريد كې د خپل هېواد لاس لرل رد كړل. دا په داسې حال كې ده، چې افغان دولت د سيمې استخبارات د كابل د وزير اكبر خان مېنې په ډله ييز ځانمرګي بريد كې ښكېل بولي.
د افغانستان په كورنيو چارو كې د سيمې د استخباراتو ښكېلتيا ته تل د افغان دولت او سياسي غونډو كې ګوته نيول شوې ده.
افغان چارواكي وايي، په كابل كې وروستى ډله ييز ځانمرګی بريد د سيمې د استخباراتو له خوا تر سره شوى، خو پاكستان په دې بريد كې لاس لرل ردوي او د پاكستان ولسمشر ممنون حسین وايي، دوی له ترهګرۍ سره مبارزه كې جدي دي.
د پاکستان ولسمشر همدارنګه زیاتوي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه كې جدي دى او د يوه با امنه او باثباته افغانستان غوښتونكى دى او دا به عادلانه نه وي، چې له ترهګرو سره مبارزه كې د دې هېواد ونډې ته د شك په سترګه وكتل شي.
خو سیاسي کارپوه بشير بېژن او سناتوره نجیبه حسیني د كابل په وزير اكبر خان سيمه كې وروستى ډله ييز ځانمرګى بريد د پاكستان د آى آس آى كار بولي. دوی پر دې باور دي پاكستان غواړي د طالبانو په ذريعه په افغانستان كې خپلو موخو ته ورسېږي.
ولسمشر حامد كرزي له امريكا سره په امنيتي تړون كې پر افغانستان د يرغل د تعريف غوښتنه كړې ده.