تازه خبرونه

مني‌ګرام له راشد خان سره ملګرتیا اعلان کړه

 د راشد خان ملګرتیا به له دې شرکت سره مرسته وکړي، چې خپل نړیوال شتون پراخ او په افغانستان او ټوله نړۍ کې باوري هڅو ته وده ورکړي. دا همکاري څه وخت مخکې د هند په احمد‌آباد کې د لاسلیک مراسمو له لارې رسمي شوه.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۳۰, ۱۴۰۳

د نړیوالې مالي ټکنالوژۍ مخکښ شرکت مني‌ګرام، چې نړیواله ټولنه سره نښلوي؛ د سې‌شنبې پر ورځ د افغانستان کرکټ له نومیالي لوبغاړي راشد خان سره خپله ملګرتیا اعلان کړه.

 د راشد خان ملګرتیا به له دې شرکت سره مرسته وکړي، چې خپل نړیوال شتون پراخ او په افغانستان او ټوله نړۍ کې باوري هڅو ته وده ورکړي. دا همکاري څه وخت مخکې د هند په احمد‌آباد کې د لاسلیک مراسمو له لارې رسمي شوه.

راشد خان ویلي؛ له مني‌ګرام برانډ سره د همکارۍ له په ډاګه کولو خوښ یم؛ ځکه مني‌ګرام په نړیواله کچه د پیسو لېږد نه یوازې د باور وړ او ډاډمنوي، بلکې د هغې په چټک لېږد کې هم له کورنیو مرسته کوي. دغه راز خوښ یم، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلو کرکټ مینه‌والو ته د مني‌ګرام په اړه نور معلومات هم وړاندې کړم. د دې اسانتیاوو اوږدمهالې ملګرتیا ته سترګې پر لار یم.

دا ملګرتیا په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې دا شرکت په افغانستان کې خپل حضور پراخوي؛ په اروپا، کاناډا او امریکا کې لېږونکي کولی شي خپلو غزیزانو ته پیسې واستوي او د انلاین مني‌ګرام، اوبپاڼې، ګرځند‌اپلیکیشن او یا سلګونو زره څانګو څخه خپلې پیسې پر ډالر او افغانیو ترلاسه کړي. دمګړۍ په ټول هېواد کې د دې شرکت له ۲۰۰ ډېرې څانګې فعالې دي.

د اوقیانوسیه او سویلي آسیا د ساحوي بازار موندنې مسوول سبرینا چان ویلي؛ د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر د ډله‌ییزې همکارۍ پر ارزښت پوهیږي او غوره‌والي ته له ځواکمن هوډ څخه برخمن دی. دا ځانګړتیاوې د مني‌ګرام له ارزښتونو سره پوره اړخ لګوي او پېرودونکیو ته د دې شرکت د غوره هڅو او خدمتونو د چمتو کولو پر ژمنې ټینګار هم دی.

ورته نور خبرونه: 

راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Trending

Exit mobile version