تازه خبرونه

موخه ییزو وژنو د بشري حقونو څارونکي اندېښمن کړي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۳, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ټول هېواد کې د روانو موخه ییزو وژنو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یکشنبې پر ورځ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې؛ د دوی موندنو ښودلې، چې د روان کال له تېرو لومړیو شپږ میاشتو راپدیخوا په موخه ییزو وژنو کې ۵۳۳ کسان وژل شوي او ۴۱۲ نور ټپیان دي.

د دغه بنسټ مشرې شهزاد اکبر ویلي؛ هره ورځ پر هڅاندو، حکومتي چارواکو، دیني عالمانو او نورو ملکي وګړیو موخه ییز بریدونه تر سره کیږي. دې کار د سولې په روان بهیر کې د ترهې او وېرې چاپېریال رامنځته کړی، چې د اندېښنې وړ دی.

د یاد بنسټ د موندنو له مخې؛ یوازې په سویلي کندهار ولایت کې د سږکال د فبرورۍ د ۱۹ او د سپتمبر د ۲۰ ترمنځ د اووه میرمنو په ګډون ۱۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه راز ټول هېواد د تاوتریخوالې له موخه ییزو بریدونو له یوې بلې او نوې څپې سره مخ شوي، چې په نښه شويو بریدونو کې لږ تر لږه څلور مشهور افغانانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د یکشنبې پر ورځ ملي دفاع وزارت ومنله، چې د دې بنسټ دوه افسران په کابل کې وژل شوي دي. دوه نور مشهور شخصیتونه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنر حمدالله ارباب او د میدان ښار ښځینه ښارواله ظریفه غفاري دواړه په موخه ییزو بریدونو کې ژوندي پاتې دي.

په وژنو او موخه ییزو بریدونو کې زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د افغانستان د سولې خپلمنځي خبرو او د طالبانو استازي په دوحه کې د افغانستان د خبرو اترو لپاره پر اجندا دمه ییز بحث روان ساتلی دی.

Trending

Exit mobile version