تازه خبرونه

مودي: نوی ډیلی او عشق آباد په باثباته افغانستان کې ګډې ګټي لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د ترکمنستان له ولسمشر سره په خبرو کې ویلي چې نوی ډیلی او عشق آباد دواړه په سوله ایز او باثباته افغانستان کې ګډې ګټي لري.

هغه د ټاپي د ګازو د نل لیکې په عملي کیدو هم ټينګار وکړ. په ټاپي پروژه لس میلیارده ډالره پانګونه کیږي چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان ګاز لیږدول کیږي.

ټاکل شوې دغه پروژه په دوه زره اتلسم میلادي کال کې بشپړه شي.

افغانستان په داسې حال کې چې د سیمې د مواصلاتي او اقتصادي محور په توګه مطرح دی، خو نا امنیو او جګړې په دغه محور سیوری غوړولی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ترکمنستان له ولسمشر سره په لیدنه کې د افغانستان سوله او ثبات د نوي ډیلي او عشق آباد لپاره مهم بللی دی.

مونږ په سوله ایز افغانستان او سوله ایزه مرکزي آسیا کې ګډي ګټي لرو. مونږ په سیمه کې له افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې ګډې موخې پالو.

ښاغلي مودي د ټاپي پروژې د عملي کیدو غوښتنه هم کړيده.

زمونږ د اړیکو مهم نوښت د ټاپي پروژه ده. دغه پروژه به د سیمې اقتصادي اقتصادي همکاریو ته نوی رنګ ورکړي. دا چې څلورو هیوادونو دغې پروژې ته تیاری نیولی مونږ یې هر کلی کوو. ما ولسمشر ته دا وړاندیز هم وکړ چې د نورو بدیلونو تر څنګ د ایران له لارې د دغې پروژې په عملي کیدو هم غور وکړي.

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمداوف ویلي چې د ټاپي پروژې په هکله خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي دي:

اوس د دغه نل لیکې په هکله خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي دي. د دغه پروژې رهبر به د سپتمبر په میاشت کې معرفي شي او بیا به يې په بیړه چارې پیل شي.

د افغانستان له لارې، پاکستان او هند ته د ترکمنستان د نل لیکې اوږدوالی یو زرو اتو سوو کیلو مترو ته رسیږي چې شا او خوا اووه سوه کیلو متره د افغانستان له خاورې تیریږي.

په دغه نل لیکه کې به هر کال دوه اعشاریه درې میلیارده مکعب ګاز، افغانستان، پاکستان او هند ته صادریږي.

 

 

 

Trending

Exit mobile version